د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۳

ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د نلليکې پر پروژه خبرې کوي


د افغانستان د کانونو او پیترولیم د وزارت چارواکي وايي له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د پایپ لاین د پروژې په اړه د خبرو اترو یو ویشتم پړاو په دوو راتلونکو میاشتو کې ترسره کیږي .

دا خبرې اترې د ترکمنستان، افغانستان ، پاکستان او هندوستان د پیترولیمو او تیلو د وزیرانو ترمنځ کیږي . د افغانستان د کانونو او پیترولیمو وزارت رفیع صدیقي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، موږ په دې اړه دوه ډوله غونډې لرو . یو د ګازو ددې پروژې د مشرتابه د هیئت غونډه ده چې په کې د څلورو واړو هیوادونو د تیلو او بیټرولیمو وزیران برخه اخلي او دویمه غونډه ددې پروژې د تخنیکي هیئت غونډه ده .


” د ګازو د پایپ لاین ددې پروژې د مشرتابه د هییت د شلمې غونډې کوربه د پاکستان پلازمینه اسلام اباد و . او یو ویشتمه غونډه یې دوه میاشتې وروسته په کابل کې جوړیږي . “

له دې سره په یو وخت د هندوستان د تیلو وزیر درمندر پرادهن د رویټرز خبرې اژانس ته ویلي ، له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د پایپ لاین د غزولو پروژه په وروستیو پړاو کې ده او ډیر زر به یې تړون لاسلیک شي.

د هندوستان د تیلو وزیر زیاته کړې که چیرې دا پروژه بشپړه شي هیواد به یې اړه نه وي چې د نفتو له درکه د خلیج پر هیوادونو تکیه و اوسي . د هندوستان د نفتو وزیر همدارنګه ویلي په غونډه کې به ددې پایپ لاین له لارې د ایران د ګازو په انتقال هم خبرې وشي .

په تیره غونډه کې چې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه هم د تاپي په نوم د ګازو په دې پروژه کې د ښکیلو هیوادونو وزیرانو ددې پروژې د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې کړې وې .

د افغانستان د کانونو او پیترولیمو د وزارت ویاند رفیع صدیقي وايي ، په تیره غونډه کې ددې پروژې د پلان ، تخنیکي څیړنې او نقشې په برخه کې جدې ستونزې نه وي یوازینۍ ستونزه په دې پروژه کې د پانګونکو ستونزه وه چې اوس هواره شوې ده. نوموړی د یو شمیر نړیوالو کمپنیو یادونه وکړه چې اوس په دې پروژه کې پانګونې ته چمتو شوې دي . صدیقي زیاته کړه :

” د تاپي پروژې د مشرتابه د هییت په یو ویشتمه غونډه کې به بحث پر دې وي چې کومه کمپنۍ به رهبري کونکی کانسرسیوم و اوسي ، چې نتایج به یې تر غونډې وروسته رسنیو سره شریک شي . “

د ګازو دا پایپ لاین دوه زره کیلو متره اوږدوالی لري چې اته سوه کیلو متره برخه یې د افغانستان په خاوره کې تیریږي . افغانستان غواړي په دې پروژه کې په ګډون سره خپل د اړتیا وړ ګاز تر لاسه کړي او هم یو شمیر افغانانو ته په دې پروژه کار پیدا کړي . افغانستان همدارنګه تمه لري چې د تاپي د ګازو د پایپ لاین له درکه به په کلنۍ توګه څلورسوه میلونه ډالر عواید هم تر لاسه کړي .

XS
SM
MD
LG