د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د جګړې او سولې انستيتوت: افغانستان کې د ښځو پرمختګونه محدود ښکاري


د جګړې او سولې انستيتوت:

د جګړې او سولې د انستيتوت خپرونې په خپل راپور کې د مارچ د اتمې په مناسبت چې د ښځو نړيواله ورځ ده، د افغانستان د ښځو پر وضعيت مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې ويل شوي چې تر دې ورځې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وينا پر مهال د ښځو د حقونو په هکله پر خپلو ژمنو ټينګار وکړ.

په دې راپور کې د ولسمشر غني د مارچ د پنځمې نېټې وينا ته په کتلو سره راغلي چې ولسمشر ويلي: زما اصلي ژمنې په ټولنه کې د ښځو د رول په اړه تغير راوستل او د مديريت او مشرتابه پر کچه د ښځو حضور زياتول دي.

دا چې په تيرو دوولسو کلونو کې ښځو په افغانستان کې لاسته راوړنې درلودلي دي او که نه؟ د جګړې او سولې د انستيتوت خپرونې له يو شمېر افغانو ښځو سره خبري کړي دي. په دې ښځو کې یوه هم شهلا فريد ده چې د کابل د حقوقو د پوهنځي استاده ده.

مېرمن شهلا ويلي، په افغانستان کې ښځې تل د نورو د ګټو لپاره کارېدلي دي او د دوی د وضعيت د بدلولو لپاره هيڅ بنسټيز کار نه دی شوی.

د جګړې او سولې د انستيتوت خپرونه د مېرمن شهلا فريد له خولې وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو پرمختګ ډېر محدود وو. د دې په وينا، په دې اړه ټول فعاليتونه مصنوعي او موقتي وو.

د جګړې او سولې د انستيتوت خپرونې د ليکنې له مخې، د افغانستان په ځينو برخو کې ښځې اوس هم فعالې دي خو اندېښنه شته چې ممکن دا وضعيت ډېر ژر تغير وکړي او ښځې خپل حقونه له لاسه ورکړي.

د دې انستيتوت په وينا، د افغانستان د پښتون مېشتو سيمو په عمومي بحثونو کې ګډون کوونکي خلکو د يو شمېر اندېښنو يادونه کړې ده.

د دې انستيتوت په بحثونو کې چې په لوګر ولايت کې هم تر سره شوي دي، د افغانستان د پارلمان غړي محمد اکبر ستانکزي ويلي چي امنيت د ښځو د حقونو په اړه د قانون د حاکميت لپاره لومړی شرط دی چې په افغانستان کې نشته.

د انستيتوت په وينا، د هيواد په ناامنه سيمو کې ښځي هغه حقونه چې په تېره لسيزه کې يې تر لاسه کړي دي، په تدريجي ډول له لاسه ورکوي او د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې يوازې تر ښاري سيمو پوري محدوده پاتې دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د کرکټ د ۲۰۱۵م کال د نړیوال جام په سياليو کې د افغانستان او نيوزيلاند تر منځ د لوبې په اړه راپور خپور کړی دی او لیکي:

افغانستان د نيوزيلاند سره په لوبه کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې.

د دې ورځپاڼې په وينا، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم په دې لوبه کې د ۵۹ منډو سره خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو نجيب الله ځدراڼ وکولی شو وځليږي او ۵۶ منډې جوړي کړي.

له دې سره چې د نيوزيلاند سره په لوبه کې افغان کرکټ ټيم لوبه بايللې وه، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، دا ټورنمنټ په ټوله کې د افغانستان لپاره د بري په مانا وو.

افغانستان د سکاټلند ټيم ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ په نړيوال جام سيالیو کې خپله لومړۍ بريا تر لاسه کړه او په دې ډول يې کولی شو چې د دې لوبې ټول پړاوونه تر خپل اغېز لاندي کړي.

XS
SM
MD
LG