د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۹

د سولې ټينګښت د افغانستان په موضوعاتو کې د ښکیلو ډلو صداقت غواړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ځینو نورو مطالبو ترڅنګ د سولې په اړه په راټوکیدلو هیلو او په زابل کې د دیرشو برمته شوو مسافرو د برخه لیک په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، چې له طالبانو سره هیڅ ناسته نه ده شوې او نه هم هغوی ته پیشنهادونه شوي دي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د ولسمشراشرف غني د ویاند اجمل عابدي په حواله لیکلي، چې طالبانو ته په کابینه کې د دیرش فیصده ونډې او درېیو ولایتونو وړاندیز نه دی شوی.

د ورځپاڼې په باور، عابدي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له دې وړاندې د پاکستان ایکسپرس ورځپاڼې ویلي وو، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د ممکنه خبرو پر تړون کار روان دی.

د لیکوال په باور، دې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي وو، چې طالبانو ته به د جنوب ختیځ درې ولایتونه او په کابینه کې دیرش فیصده ونډه ورکول شي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې په اړه یوه مطلب کې لیکلي، چې د سولې ټينګښت د افغانستان په موضوعاتو کې د ټولو ښکیلو ډلو صداقت غواړي.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي، چې ویلې یي دي د افغانستان د سولې خبرې به ژرپیل شي او که نه مسول به یې هغه کسان وي، چې د افغانستان د خلکو قربانیو ته پام نه کوي.

لیکوال وایي، د سولې لپاره باید پاکستان د افغانستان په وړاندې خپل سیاست کې نرمښت راولي او په هغه هېواد کې میشت طالبان وهڅوي، چې له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې پر یوې خانقا د وړمې ورځې حملې ته اشاره کړې، چې دا ډول حملې د مذهبي او قومي جګړې بڼه لري.

ورځپاڼې لیکلي، دا ډول حمله د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې ساری نه لري او ممکن د جګړې د دوام یوه بله برخه وي.

د مطلب لیکوال ویلي د دا ډول حملو په وړاندې باید ټول غبرګون وښيي او که داسې ونه شي، دا ډول دسیسې به بریالۍ شي.

همدې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي، چې زابل کې تښتول شوي مسافر غزني ته لیږدول شوي دي.

ورځپاڼې د غزني د یوه حکومتي چارواکي په حواله، چې نوم یې نه دی اخستل شوی ویلي، چې یوشمیر تښتول شوي مسافر له زابله د غزني ګیلان او آب بند ولسوالیو ته را انتقال کړي دي.

XS
SM
MD
LG