اروپایي ټولنه وایي، د داسې فرصتونو په لټه کې دي چې وکولی شي له بیلا روس سره اړیکي پراخي کړي.
د لیتویا د بهرنیو چارو وزیر "ایدګاررینکې ویکس" په ریګا کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته وویل:
"موږ داسې فرصت ګورو چې له بیلاروس سره خپلې اړیکي پراخې او لا ژورې کړو."
نوموړي زیاته کړه اروپایي ټولنه اوس هم له بیلاروس سره ځیني تړونونه لري؛ خو باید لا نور هم پراخ شي.
اروپايي ټولنې له اوږدې مودې راهیسې پر منسک د ځینو بشري حقونو د سرغړونې؛ د انتخاباتي درغلیو او د ځینو مخالفو فعالینو او سیاستوالو د بندي کولو له کبله محدودیتونه لګولي دي.
په ۲۰۱۲ کال کې د جرمني د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسټر ویلي بیلاروس ته "د اروپا په زړه کې د وروستۍ دیکتاتورۍ" خطاب کړی و.
د ۲۸ اروپايي هیوادونو غړيو د مارچ پر ۷ پرون دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسوله.
په دې خبرو کې د اوکرایین کړکیچ د اجنډا د سر موضوع وه.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشر "فیدریکا موغیریني" وویل چې دغو وزیرانو د غونډې په پای کې د اوکرایین اړوندو موضوعاتو په تړاو پر یوه ګډ دریځ موافقه وکړه؛ خو د روسیي پر وړاندې د بندیزونو په اړه د دوی تر منځ د نظر اختلاف موجود وو.
نوموړي د شنبه په ورځ په ریګا کې د لیتویا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل:
"موږ باید په واضح ډول په تیر کال کې د کریمیا د غیرقانوني الحاق د پیل راهیسې د روسیې په حالاتو کې د پرمختګ په اړه ډیر واقعبین اوسو. موږ په یوه اونۍ کې د یوه ډیر بد پرمختګ کلیزې ته رسیږو؛ خو موږ همداراز دنده لرو چې خپل رول ولوبوو چې دا رول په هر وخت کې د یوه سیاسي چینل او تر ټولو دمخه زموږ د ختیځو متحدیو د ګټو څارنه ده؛ هغه که اوکرایین وي، که مالدوفا او ګرجستان وي او که نور متحدین وي."
لیتویا اوس مهال د اروپايي ټولنې دوره یي مشري په غاړه لري او د روان کال په وروستیو کې به د آسیایي متحدینو د یوې سرمشریزې کوربه وي چې په هغه کې به د بیلاروس؛ آذربایجان، ارمنستان، مالدوفا، ګرجستان او اوکرایین چارواکي ګډون وکړي.
راپورونه وایي، د اروپايي ټولنې چارواکي پر دې غور کوي چې د لومړي ځل لپاره لوکاشینکا ته بلنه ورکړي.
تر اوسه د هغو موافقو په اړه چې په ریګا کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډې کې شوي؛ جزییات نه دي خپاره شوي.