د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ د ولسي جرګې راتلونکو انتخاباتو لپاره یې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او په دې برخه کې یې حکومت ته یوه طرحه هم استولې ده.
د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د شنبې په ورځ ازادی راډيو ته وویل؛ د نړیوالې ټولنې سره په دې برخه کې خبرې شوي او دا ټولنه په یو لړ شرایطو چمتو ده چې د دې پروسې ملاتړ وکړي.
نوموړی وايي، د خلکو د کره سر شمیرنې نه موجودیت او د امنیت خرابوالي هغه ستونزې دي چې لا یې هم دوی اندیښمن کړي او په دې برخه کې د حکومت جدي پاملرنې ته اړتیا ده:
"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د د ولسي جرګې انتخباتو په هکله هڅې روانې کړي؛ تر څو د حکومت او نړیوالو ملاتړو هېوادونو سره بحث وکړي او دا بحثونه شوي چې انتخابات ډیر ژر ترسره شي؛ په دې اړه یوه طرحه هم حکومت ته لیږل شوي او دا طرحه د دې لپاره ده چې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخبابات په خپل وخت تر سره شي."
ښاغلي نور هغه راپورونه هم رد کړل چې د د انتخاباتو مالي او تخنیکي ملاتړي ادارو دې له دوی غوښتنه کړې وي چې د هېواد د ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت تر سره نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په یو شمېر رسنیو کې راپورنه خپاره شول چې "یو. ان. ډي. پي" یا د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې د انتخاباتو خپلواک کمیسون ته ګواښ کړی چې که د ولسي جرګې انتخاباتو مهالویش په خپل وخت اعلان کړي؛ خپلې ټولې مرستې به ورسره بندې کړي.
د انتخاباتو د څار افغاني بنسټونه وايي؛ دوی په خپل وخت د ولسي جرګې انتخاباتو ترسره کېدو غوښتنه په دې شرط کوي چې په پروسه او د انتخاباتو کمیسیون کې اصلاحات راوستل شي.
د ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ ویاندې صغرا سادات ازادي راډیو ته وویل؛ ښه به دا وي چې له اصلاحاتو سره انتخابات په خپل وخت ترسره شي:
"دې ته خوشبینه یو چې له قانون سره سم د ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت ترسره شي او یو ځل بیا اساسي قانون تر پښو لاندې نه شي.
خو اوس چې کوم وضعیت دی، دې هم اندیښمن کړي یو، انتخاباتي اصلاحات لا نه دي راغلي؛ کمیسیون چې باید جوړ شوی وای؛ نشته او د دې کمیسیون سر نوشت هم لا معلوم نه دی."
له دې سره د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي هم د نوي تقنینې دورې د پیل په اړه جوړه شوې غونډه کې په حکومت غږ وکړ چې د ولسي جرګې انتخابات په خپل وخت ترسره کړي.
له قانون سره سم د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات باید تر راتلوکو درېیو میاشتو پورې تر سره شي؛ خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون لا نه دی توانیدلی چې دا نېټه په رسمي توګه اعلان کړي.
په داسې حال کې چې د انتخاباتي اصلاحاتو په پلمه د ولسي جرګې انتخاباتو د ځنډ اوازې ډيرې دي؛ کارپوهان پیشنهاد کوي چې باید د دې کار لپاره انتخابات و نه ځنډول شي؛ بلکې دا اصلاحات ژر راوستل شي.
دوی وايي، که انتخابات ځنډیږي، موجوده ولسي جرګه خپل مشروعیت له لاسه ورکوي او دا کار هېواد د ناقانوني په لوري بیایي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ