د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۱

ولسمشر غني وايي د سولې خبرې باید ژر پیل شي


ولسمشر محمد شرف غني سوله د افغانستان لپاره یو هدف و باله او ټینګار یې وکړ چې دا هدف د جنګ له لارې نه بلکې د خبرو او تفاهم له لارې رامنځ ته کیږي.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ د ولسي جرګې د پنځم تقنیني کال د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې که د سولې خبرې ژر پیل نه شي نو مسولیت به یې د هغو کسانو په غاړه وي چې د افغانستان د خلکو رنځونه او قربانۍ په پام کې نه نیسي:

"یو ځل بیا غواړم په روښانه ووایم چې په هېواد کې د پایدارې سولې ټينګښت یوه وسیله نه بلکې یو هدف دی او دا هدف د جګړې او د بې ګناه انسانانو د وینې په توییدنې سره نه ترلاسه کیږي؛ بلکې د تفاهم او خبرو له لارې امکان لري چې باید ژر تر ژره پيل شي.

که نه نو مسولیت به یې د هغو په غاړه وي چې د افغانستان د خلکو رنځونو او قربانیو ته پاملرنه نه کوي. د هیواد مسلمان خلک او تاریخ به یې په اړه قضاوت وکړي."

ولسمشرغني وویل چې د افغانستان د دیارلسو کلونو له لاسته راوړنو به په قاطعیت سره دفاع وکړي او زیاته یې کړه چې پرې به نږدو چې د سولې بیه د جنګ تر بیې زیاته وي.

ولسمشر همدا راز وویل چې د پایدارې سولې د ټينګښت لپاره په سیمه او اسلامي هیوادونو کې چاپریال بدل شوی دی او په وینا یې افغانستان به نور د نیابتي جګړې په میدان نه بلکې د سیمې د هېوادونو د همکارۍ او د ثبات په کلۍ بدل شي.

ښاغلي غني وویل چې ګډو ګواښونو ته په کتو؛ د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هیوادونو تر منځ یوه اجماع د رامنځ ته کېدو په حال کې ده.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې د مارچ په میاشت کې به له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې پيل شي.

د راپورنو له مخې، افغانستان، پاکستان، چین او یا هم متحده عربي امارات هغه ځایونه دي چې ممکن په کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې پيل شي.

داسې راپورونه موجود دي چې دا مهال په قطر، پاکستان او چین کې د طالبانو استازې په پټه له افغان او پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي. خو د افغانستان جمهوري ریاست دا راپورونه نه تاییدوي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د سولې په پروسه کې د حکومت له اقداماتو ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د ولسي جرګې غړې هم باید د دغې پروسې په جریان کې وي:

"د سولې خوشبینانه پيغامونه چې په دې وروستیو کې له سیاسي محافلو اورېدل کیږي؛ د ناامنیو زیاتیدو او د مخالفینو فعالېدو ته په کتو مبهمه دي. د ملي شورا غړي خپله دنده او صلاحیت بولي چې د سولې د برخلیک ټاکونکي او ملي بهیر په جریان کې اوسي او له پروګرامونو څخه یې خبر وي."

که څه هم د حکومت وسله و الو مخالفینو تر اوسه رسماً دا نه دي ویلي چې له افغان حکومت سره به د سولې خبري پيلوي؛ خو چین او پاکستان ته د طالبانو د یو شمیر استازیو وروستیو سفرونو په دې اړه هیلې راپيدا کړي دي.

کارپوهان هم د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره یوازینۍ لاره له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرې او تفاهم بولې؛ خو ټینګار کوي چې دا خبرې باید د ټولو افغانانو په مشورې او ملي ګټو ته په پام تر سره شي.

XS
SM
MD
LG