په بلخ کې د سولې عالي شورا غړي او د مدني فعالان د پاکستان له دیني مدرسو څخه اخراج شوي ملام امامان د افغانستان شمال ته امنیتي ګواښ ګني.
د بلخ مدني فعالان او د سولې عالي شورا د ولایتي کمېټې چارواکي وايي، دوی دې ته اندښمن دي چې ګواکې د پاکستان له خاورې دا شړل شوي، طالب العلمان د ای اس ای استخبارتي شبکې غړي نوي او افغانستان ته د ورانکارو فعالیتونو لپاره نوي راستول شوي.
د بلخ مدني فعالان او د سولې عالي شورا د ولایتي کمېټې غړي وايي، چې د پاکستان له خاورې د اخراج شویو ملا امامانو او طالب العمانو په اړه اندېښمن دي.
د بلخ مدني فعالان وايي، چې د دوی اندېښنه دا ده، چې ګواکې دا اخراج شوي کسان د پاکستان له استخباراتي کړیو سره په اړیکو کې نه وي او افغانستان ته د ای اس ای له خوا د انتحاري حملو او ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره نوي را استول شوي.د بلخ مدني ټولنې یو غړی یې په اړه وايي:
"هغه ۳۰۰ اخراج شوي ملاامامان چې د خیبرپښتونخوا له مدرسو څخه په دې وروستیو کې په اجباري ډول هېواد ته استول شوي دي، دوی د افغانستان شمال لپاره امنیتي ګواښ متوجه کړی دی او همدارنګه یې اندېښنې زیاتې کړي دي."
دا كسان وایي چې پاکستان د کلونو را پدېخوا د طالبانو او همدارنګه د افغان دولت مخالفو وسله والو لپاره امن پټن ځای او د ورځنی مرکز وه، چې لاهم د افغانستان په وړاندې روښانه سیاست نه لري.
دوی وايي، چې دې کې شک نه ویني ترڅو یاد کسان د پاکستان استخباراتي کړیو له خوا افغانستان ته راستول شوي وي او د ای اس ای له مستقیم ملاتړه برخمن وي.
د یادو کسانو په خبره چې افغان دولت دې یادو کسانو ته د راتګ اجازې ورکولو مخکې، د دوی په اړه دقیق او لازم تحقیق بشپړکړي او بیا دې ورته د راستنېدو اجاره وکړي.
په بلخ کې د سولې عالي شورا د ولایتي کمېټې مشرباز محمد غریب یارپه دې اند دی، چې طالبان د پاکستان دولت تربیه شوي کسان دي او کله هم چې هغه دولت یاد کسان افغانستان ته را استوي، نو بیا ولې له افغان دولت سره په سلاح مشوره دا کارنه ترسره کوي.
هغه هم له دې امله اندېښنه لري، چې دا کسان د پاکستان استخباراتو غړي نوي:
"اصلآ د څوکلونو راپدېخوا چې زموږپه هېواد کې نا امني موجوده ده، ترشا یې د پاکستان لاس دی، دا کسان چې افغانستان ته راستانه شوي دي طبعآ موږ اندېښنه د دوی په اړه دا ده، چې د ای اس ای غړي نه وي او ولې پاکستان د افغانستان په سلاح مشورې دا کار ونه کړ."
له بل لوري محسن دانش د افغانستان د اسلامي اخوت شورا غړی له افغانستان سره د پاکستان د بدې پېشنې په اړه خبرې کوي او وايي، چې له یوې خوا پاکستان له افغان دولت سره د سولې د خبرو غږ پورته کوي او له بلې خوا د پاکستان په خاوره کې روزل شوي تندلاري زموږ خاورې ته را استوي.
د افغانستان د اسلامي اخوت شورا غړي، په دې اړه هم اندېښمن دي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې مشخص او روښانه سیاست نه لري، بنآ افغانستان دې هم د رد مرز شویو ملا امامانو په اړه لومړی تحقیق بشپړکړي او بیا دې ورته د راتګ اجاره ورکړي.
راپور: مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ