د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۹

د امریکا او ایران ترمنځ د اټمي خبرو په اړه پرمختګ وشو


د امریکا او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د ایران اټمي پروګرام په هکله په سویس کې درې ورځنۍ خبرې پای ته ورسولې.

دواړو اړخونو وویل چې په خبرو کې پرمختک وشو خو ډیر کارونه لاپاتې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیرمحمد جواد ظریف د امریکا بهرنیو چارو وزیرجان کري سره له خبرو وروسته د چهارشنبې په ورځ وویل، د دغو خبرو په ترڅ کې پرمختګ وشو خو ډیر کار لاپاته دی.

بل خوا د امریکا بهرنیو چارو وزیر وویل چې خبرې په سخته مرحله کې دي.

دغه راز یو امریکایي چارواکي چې د خپل نوم له اخیستو یې ډډه وکړه وویل، یو څه پرمختګ وشو خو ډیرخنډونه په مخ کې دي.

هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ډول بله پلا خبرې د روانې مارچ میاشتې په پنځلسمه ترسره کیږي.

دغه امریکايي چارواکي وویل چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري راتلونکې اونۍ د فرانسې، جرمني او برتانیې بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري.

امریکا او د نړۍ نور پنځه لوی هېوادونه هلې ځلې کوي چې ایران سره داسې یو توافق ته ورسیږي چې اټمي پروګرام یې محدود کړي او په دغه هېواد باندې لګول شوي نړېوال بندیزونه لیرې کړای شي.

اسراییل د سیمې د هغو هېوادونو په سرکې دی چې د ایران اټمي پروګرام ته سخت اندیښمن دي.

د اسرائیلو صدراعظم د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرس ته په وینا کې خبرداری ورکړ چې ایران سره اټمي توافق کیدای شي دیته لاره اواره کړي چې دغه هېواد اټمي بم جوړ کړي.

خو د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما وویل چې بنیامین نتانیاهو کوم بدیل وړاندې نه کړ:

"د اسراییلو صدراعظم کومې نورې مناسبې لارې وړاندې نه کړی . نو راځئ چې د امریکا او اسراییلو د اساسي انديښنو په هکله واضح اوسو.

ما ان مخکې له دې چې جمهور رییس شم، ویلي دي چې زما د بهرنۍ پالیسۍ یو اساسي هدف به دا وي چې ایران به پرینږدم چې اټمي وسله جوړه کړي."

لویدیځ هېوادونه اندیښنه لري چې ایران د خپل اټمي پروګرام ترشا د اټمی وسلې د جوړولو هلې ځلی کوي خو تهران دغه تورونه ردوي.

د نړۍ شپږو لویو هېوادونو، امریکا، روسیې، فرانسې، برتانیې، چین او جرمنی له ایران سره منلې چې د روانې مارچ میاشتې تر دیرشمې یو ابتدايي توافق او د راتلونکې جون میاشتې تر دیرشمې نهایي توافق ته باید سره ورسیږي.

XS
SM
MD
LG