د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

فعالان:دولت د طبیعي پېښو زیانمنو ته د مرستو په رسولو کې پاتې راغلی


که څه هم د پنجشیر له برفکوچونو څخه یوه اونۍ تیریږي؛ خو تراژیدي یې لا نه ده ختمه.

اوس د مدني ټولنې فعالین راټول شوي چې له زیانمنو سره مرستې وکړي.

یادو فعالینو د څلور ورځو لپاره د کابل په پښتونستان واټ؛ کارته سه، شهرنو او په ځينو نورو ځایونو کې خیمې وهلي او د کابل ښاریانو نه غواړي؛ څو د د دغه ولایتله زیانمن شویو سره مرستې وکړي.

د مدني ټولنې یو تن غړی سید میسن احساني وايي؛ دوی د پنجشیر، غور او هرات ولایت د طبیعې پیښو د وروستیو قربانیانو لپاره د څار یوه کمیټه جوړه کړې.

د ده په خبره پنجشیر ولایت تر درې نورو ولایتونو زیاتو مرستو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي؛ هر څومره ژر چې ممکن وي، دا مرستې په اړو کسانو وویشي:

"موږ له پرونۍ پریکړې وروسته راغلو او لومړۍ خیمه مو په پښتونستان واټ کې ووهله او په پام کې لرو چې د کابل ښار په اوو نورو سیمو کې هم خیمې ووهو."

دوې اونۍ کیږي چې په پنجشیر ولایت کې برفکوچونه راغلي چې نږدې دوسو کسان په کې مړه شوي دي؛ دغه شان د خلکو کورنه ویجاړ شوي او څارویو ته یې زیان رسیدلی دی.

مدني فعالان وايي چې حتا د ځینو کسانو جسدونه اوس هم د واورو لاندې دي.

دوی له افغان حکومت نه غواړي چې د پنجشیر زیانمنو ته دې د لازمو مرستو د رسولو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

یو تن مدني فعال فهیم فطرت له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

"تر دې دمه چې کومې مرستې د پنجشیر ولایت لپاره شوي؛ هغه ټولې د ولایت په مرکز کې دي او تر اوسه دا مرستې په مستحقو کسانو نه دي ویشل شوياو جدي دلیل یې دا دی چې لارې تړلي دي.

نن چې موږ دا پروګرام پیل کړ، موږ هڅه کوو چې د کابل ښار له اوسیدونکو څخه مرستې را ټولې کړو او خدای دې وکړي چې مدني ټولنه وکولای شي؛ دغه مرستې راټولې او په مستحقونو کسانو یې وویشي."

یادو فعالینو د کابل په اوو مختلفو ځایونو کې د څلور ورځو لپاره خیمې وهلي او دا شعار ورکوي؛ "راخئ چې د طعبیت په ټپونو باندې انساني مرحم کیږدو".

په عین حال کې د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې استازی ویس احمد برمک د مدني ټولنو د فعالینو دغه ادعاوې چې ګوندې زیامنو ته مرستې نه دي رسیدلي ردوي.

ښاغلی برمک وایي، اوس مهال د بیړنیو حالاتو د کمیټې کارکوونکي هڅه کوي چې د پنجشیر ولایت مواصلاتي لارې پرانیزي:

"کار عملاً جریان لري او ۱۸ یا ۱۹ کیلومتره لار پاتې چې پریان ولسوالۍ ته ورسیږو. خو په عین حال کې زموږ کار جریان لري؛ په عبدالله خیلو او آبشار درې کې دا هغه سیمې دي چې زیات زیان ورسیدلي او نن انشاء‌الله هغې وروستې سیمې ته رسیږو چې طبیعي پیښه په کې شوي او بل له قربانیانو سره د ځمکې او هوا له لارې د خوارکي او غیر خوراکي مرستو ویش جریان لري."

په عین حال کې د مدني ټولنې ځينې غړي خبرداری ورکوي چې د طبعیي پیښو له قربانیانو سره په مرستو کې هر دول ځنډ به یو انساني ناروین رامنځته کړي.

ځینې کارپوهان او عام خلک وايي چې حکومت باید هر څومره ژر چې ممکنه وي؛ د طبیعې پیښو ټولو قربانیانو ته مرستې ور ورسوي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG