د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

د ايران پر لانجمن اټومي پروګرام، لانجمنې خبرې روانې دي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشربارک اوباما وایي که ایران غواړي چې یوه موافقه ترلاسه شي باید لږترلږه د یوې لسیزې په مخه خپل اټومي فعالیتونه بند کړي.


اوباما له رویترز اژانس سره په مرکه کې له ایران سره د یوی احتمالی موافقی د ترلاسه کیدو دفاع وکړه خوویی ویل چې تر اوسه د دې چانس لږدی چې دا ډول یوه موافقه ترلاسه شي.


د ایران د اټومی پروګرام په اړه د امریکا ولسمشردا څرګندونی یوه ورځ مخته له هغی وکړی چی ټاکل شوی نن د اسراییل صدراعظم بینیامین نیتنیاهو د امریکا کانګرس ته په وینا کی د ایران د اټومی پروګرام په اړه له هرډول موافقی سره مخالفت څرګند کړي.


اوباما وویل:

"موږتراوسه د مذاکراتو په منځ کی یو. هغه څه چی ما په کراتو کراتو پری تاکید کړی دادی چی باید پریږدو چی دغه خبری اتری څه نتیجه ورکوي. په حقیقت کی که ایران دی ته لیواله وی چی خپل پروګرام په هغه مرحله کی چی اوس دی له لسو کلونو زیات محدود وساتي، او په حقیت کی د هغه ځینی برخی چی اوس فعالی دی ودروي. او که موږداشی ترلاسه کړواو وکولای شو هغه تایید کړو، نوربه داسی اقدامات نه وی چی هغه وکړو ترڅو موږت دا مسله یقینی کړي چی دوی اټومی وسلی نه لري"

د امریکا متحده ایالات او پنځه نورقدرتونه هڅه کوي چې له ایران سره یوه موافقه لاسلیک کړي چې له مخې به یی تهران خپل اټومي فعالیتونه محدودوي او په بدل کې به یې لویدیځ پرایران لګول شوي بندیزونه لیرې کوي.

په داسې حال کې چې د اوباما اداره هڅه کوي چې د روانې میاشتې ترپایه له ایران سره یوه موافقه ترلاسه شي، د امریکا کانګرس به چې پرایران یې د نویو بندیزونو لګولو ګواښ کړی نن د اسراییل د صدراعظم چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه له تهران سره د هرډول موافقې مخالف دی، کوربه وي.


بینامین نیتنیاهوبه کانګرس ته په په وینا کې په دې تاکید وکړي چې له ایران سره دا ډول یوه موافقه به د اسراییل موجودیت له ګواښ سره مخامخ کړي.


خو اوباما وایي نتنیاهوچې کله یې تیرکال له موقتې موافقې سره مخالفت څرګند کړ د ایران په اړه یې غلط فکرکړی و. اوباما وویل نیتنیاهو ویلي و چې ایران به پردغې موقتې موافقې عمل ونکړي او د بندیزونو په لیرې کولو سره به پنځوس ملیارډ ډالره ترلاسه کړي.


اوباما زیاته کړه، موږولیدل چې د دغې موافقې له مخې په مختلفو برخوکې ایران خپل پروګرام ته پراختیا ورنکړه بلکه ځینې برخې یې محدودې کړې:

"په حقیقت کی ولیدل شول چی په دی موده کی موږ ولیدل چی ایران خپل پروګرام ته پراختیا ورنکړه. دی هیواد د خپل پروګرام ځینی برخې محدودی کړې. موږ د قوی څارنی له لاری په دی اړه چی دوی څه کوی زیات معلومات ترلاسه کړل حتی له هغو هم زیات چی د موقتی موافقی پلویانو یی تصورنه وکړي"


د کانګرس جمهوري غوښتونکو غړیو پرته له دې چې له اوباما سره په دې اړه مشوره وکړي نیتانیاهوته د وینا بلنه ورکړې ده.

اوباما یوځل بیا د کانګرس پردی اقدام انتقاد وکړ ویی ویل:

"د پالیسی د یوه اصل په توګه موږ په دی باوریوچی د هرهیواد صدراعظم که وي دا به تیروتنه وی چی هغه څواونۍ مخته تردی چی په هیواد کی یی انتخابات ترسره کیږي، دلته راشی او کانګرس ته وینا وکړي. دا به داسی وانګیرل شی چی ګواکې موږد یوه لوری په خوا یو"

د اسراییل صدراعظم بینامین نیتنیاهو د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا اسراییل د عامه چارو کمیټې ته یوځل بیا له ایران سره د احتمالی موافقی په وړاندی مخالفت څرګند کړی او له واشنګټن سره د خپلو اړیکو په اړه یی وویل:

"زما وینا په دی هدف نده چی ولسمشربارک اوباما ته بی احترامی وکړم یا دهغه دفترسپکاوی وکړم چی دی یی لری. زه دواړو ته ډیراحترام لرم"


د اسراییل صدراعظم په داسی حال کی کانګرس ته وینا کوی چی د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کری د سویس په مونتریوکس کی د ایران د اټومی پروګرام په اړه د خبرو په دوهمه ورځ د د دوشنبی په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیرمحمد جواد ظریف سره خبری وکړې.


کری وویل په خبرو کی یوڅه پرمختګ شوی خو یوی موافقی ته د رسیدو لپاره لاره ډیره اوږده ده.


د نړۍ شپږو قدرتونو اوایران د یوې سیاسي موافقې لپاره د مارچ ۳۱ وروستۍ نیټه ټاکلې او یوې هراړخیزې موافقې ته د رسیدو لپاره یې د جون ۳۰ ضرب الاجل ټاکلی دی.

XS
SM
MD
LG