د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۷

مککینلي: سوله به د افغانستان د تېرو ۱۳ کلونو لاسته راوړنې زیانمنې نه کړي


په کابل کې د امریکا نوي سفیر "پي. مایکل مککینلي" له افغان خبریالانو سره د غونډې پر مهال
په کابل کې د امریکا نوي سفیر "پي. مایکل مککینلي" له افغان خبریالانو سره د غونډې پر مهال

په کابل کې د امریکا سفیر یوځل بیا ټینګار وکړ چې واشنګټن د افغان حکومت او وسله والومخالفانو ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او وايي، د تېرو دیارلسو کلونو لاس ته راړونې به د سولې قرباني نه شي.

امریکايي چارواکي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې پیل کېدونکو خبرو ته هیله من بریښي او وايي چې هېواد یې له دغې پروسې څخه ملاتړ کوي.

په کابل کې د امریکا سفیر "پي. مایکل مککینلي" هغه اندېښنو ته په کتو چې وايي؛ افغان حکومت به د تېرو دیار لسو کلونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په برخه کې لاسته راوړنې د سولې د خبرو قرباني نه کړي او په دې اړه یې اندېښنې بې ځایه وبللې.

مککینلي ټینګار وکړ چې هېواد یې د افغان حکومت او خلکو سره د دغو لاس ته راړونو په ساتلو کې ژمن دی او د افغانستان راتلونکي ته په نیک نظر ګوري:

"د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو ملکیت دی؛ موږ تل په زغرده ویلي چې په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره تل د سولې له خبرو او یوې سوله ییزې لارې ملاتړ کوو.

افغان حکومت له مخالفانو سره د سولې په خبرو کې په خپلو اهدافو او نظریاتو کې ویلي چې د افغانستان اساسي قانون د ښځو حقونه او د څو وروستیو کلونو لاس ته راوړنې هغه موارد دي چې جوړجاړی به پرې ونه شي. له ښځو څخه زموږ ملاتړ قوي دی او په راتلوونکو کلنو کې به هم پر خپل ځای وي. تاسو فساد ته اشاره کړې؛ هو فساد د اندیښنې وړ یوه موضوع ده."

په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر په داسې حال کې د افغان حکومت د تېرو دیارلسو کلونو د لاس ته راړونو په ساتلو ټینګار کوي چې وسله والو طالبانو د سولې خبرو ته لا له وړاندې له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو د وتلو شرط ايښی.

خو په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر وايي چې امریکا به هیڅکله هم له افغانستان ونه وځي او د افغانستان په بیارغونه او د امنیت په راوستلو کې به له افغانستان سره خپلو ملیارډونو ډالره مرستو ته دوام ورکړي:

"بیا هم غواړم چې د دوه اړخیزو اړیکو او خپلو اوږد مهالو ژمنو په اړه خبري وکړم چې زموږ همکاري به په افغانستان کې په امنیتي او پراختیایي برخو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت دوام وکړي او د پروموت پروګرام چې لګښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي؛ زموږ له دغه مرستو څخه دی چې تر راتلوونکو کلونو پورې به دوام وکړي او امریکا به افغانستان یوازې پرینږدې."

دغه اندېښنې د مارچ په لومړۍ نېټه په کابل کې د امریکاپه سفارت کې د افغان میرمنو څخه د ملاتړ د اعلان په غونډه کې یو ځل بیا مطرح شوې.

په کابل کې د امریکا سفیر وايي؛ هېواد به یې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره یو سراسري کمپاین پیل کړي.

دی وايي، له افغان حکومت سره په ګډه کار کوي؛ څو په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي قانون پلي شي او له افغان حکومته غواړي چې افغان ښځو سره د عدالت د تامین په برخه کې د افغانستان په عدليي او قضايي نظام کې اصلاحات راولي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG