د هلمند سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې په مارجې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو سلګونه کورنۍ یرغمل نیولي دي.
په داسې حال کې چې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د عامو خلکو د یرغمل کېدو څو ورځې تیریږي؛ د مارجې ولسوال وايي چې افغان ځواکونه په ډير احتیاط سره هڅه کوي چې دغه خلک له وسله والو طالبانو څخه وژغوري.
احمد شفیع سوله مل چې د شنبې په ورځ یې آزادي راډیو سره خبرې کولې؛ وویل، وروسته تر هغو چې حکومتي ځواکونو په مارجه کې عملیات پیل کړل؛ نو وسله والو طالبانو د محاصرې کړۍ په تنګېدو سره له دغو ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخیستی دی:
"دوی دا ځلې هم له دې تاکتیک څخه استفاده وکړه او له ملکي خلکو څخه یې د سپر په توګه کار واخیست؛ د دې لپاره چې هغه بیګناه خلک چې هلته دي خدای (ج) نا خواسته هغوی ته صدمه ونه رسیږي.دا ساحه په دوامداره توګه د داسې دقیقې څیړنې لاندې ده چې که عملیات وځنډیږي هم د ملکي افرادو د تلفاتو د مخنیوي په خاطر کوشش کوو؛ په کم سرعت او په ډیر احتیاط پر مخ ولاړ شو."
د هلمند په مارجې او یوشمېر نورو ولسوالیو کې له څو ورځو راهیسې د ذوالفقار په نوم پوځي عملیات پيل شوي دي.
د هلمند د مارجې قومي مشر عبدالسلام هم د عامو خلکو یرغمل کیدل مني؛ خو وايي، دا خلک وسله والو طالبانو د دې لپاره برمته کړي چې طالبانو ته یې د کمزورو خطاب کړی و.
عبدالسلام وایي چې د یرغمل شوو کورنیو شمېر څلور سوو ته رسیږي:
"دغه کورنۍ د طالبانو تر تاثیر لاندې دي؛ یعنې د باندې تلو ته یې نه پریږدي؛ په دغه منطقه کې طالبانو خپله سنګر نیولی؛ دا څو ورځې کیږي چې دوامداره جګړه پیل او دوام لري.
لویشت په لویشت ماینونه فرش شوي؛ هم ملکي او هم نظامي خلک پرې الوزي؛ دواړو خواوو ته تاوان رسیږي او هم په خپله طالبان دې ماینونو باندې ختلي دي."
خو د ملي دفاع وزارت چارواکي د دغو ۴۰۰ کورنیو یرغمل نیونه نه مني.
د دغه وزارت یوه ویاند دولت وزیري د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې د هملند په مارجه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عملیات بریالي دي:
"له هغه ځایه چې ماته معلومات شته؛ په هلمند کې محاربوي عملیات دوام لري؛ هلته ماینونه زیات ایښودل شوي دي؛ خو له دې نه خبر نه یم چې څوک دې یرغمل شوی وي."
تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم چې د هلمند د تریخ نارو سیمې د خلکو وروستي تلفات معلوم نه دي او د مارجې ولسوال یې ډیر کم ګڼي خوپه سیمه کې ماینونه د خلکو او امنيتي ځواکونو پر وړاندې ستره ننګونه ګڼل کیږي.