د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۴

سیدالله مشهور په رییس خدایداد اعدام شو


افغان حکومت نن سیدالله چې په رییس خدایداد مشهور و او د اختطاف په ګډون په بیلابیلو جرمونو تورن و؛ اعدام کړ.

د افغان حکومت یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې رییس خدایداد نن له غرمې مخکې یوولس نیمي بجې د څرخي پله په زندان کې اعدام شو.

رییس خدایداد څو میاشتې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له پرله پسې هڅو وروسته په کابل کې ونیول شو او په دې وروستیو کې یې محاکمه هم بشپړه شوه.

رییس خدایداد له افغانستان سربیره په یوشمیر نورو هیوادونو کې هم په یوشمیر جرمونو تورن دی.

ملي امنیت د رییس خدایداد د نیول کېدو پر مهال نوموړی د معاصر تاریخ تر ټولو لوی جنایت کار بللی و.

پخواني معلومات:

مشهور سړي تښتونکي او د مافیايي کړیو مشر سیدالله چې مشهور په رییس خدایداد و اعدام شو.

د افغان حکومت یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي؛ آزادۍ راډیو ته وویل، د رییس خدایداد محاکمه چې څه موده مخکې پیل شوې وه؛ بشپړه او دی نن سهار یوولس بجې او دیرش دقیقي په څرخي پله زندان کې اعدام شو.

رییس خدایداد د ډیر وخت راپدیخوا د افغان حلکومت تر تعقیب لاندې و چې بالاخره د ۱۳۹۳ کال د سنبلې په ۲۵مه په کابل ښار کې ونیول شو.

رییس خدایداد په کور دننه او بهر د سړي تښتونو، وژنو، غلاوو او ګڼ شمیر نورو ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG