د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

سټګ: موږ پاکستان هڅوو، چې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي


په کابل کې د بریتانیا سفیر "سر ریچارډ ستګ" وایي (sir. Richard.stagg) وایي، دوی پاکستان دې ته هڅوي، چې د افغانستان د سولې د بهیرملاتړ وکړي.

ښاغلي ستګ له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته خوشبینه دی او وايي، چې حکومت هم د همداسې یوې فضا په جوړولو کار پیل کړی.

د بریتانیا سفیرپه داسې حال کې د افغانستان د سولې بهیرته هیله من دی، چې افغان چارواکو ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

له ریچارد ستګ سره زمونږ همکار اسدالله لودین مرکه کړې او په سرکې یې د سولې په بهیرکې د احتمالي پرمختګونو په اړه د هغه نظر پوښتلی.

ځواب: موږله ډیره وخته په دې باور یو، چې د افغانستان ستونزه سیاسي حل ته اړتیا لري، نه پوځي حل لارې ته.

دا کارد افغان حکومت او هغو کسانو ترمنځ، چې د حکومت په وړاندې جنګیږي، خبرو ته ضرورت لري، موږ د هغه حقیقت تود هرکلی کوو، چې حکومت د داسې یوې فضا په رامنځ ته کولو کار کوي، چې دغه خبرې پیلیدای شي.

پوښتنه: د افغانستان د سولې په بهیرکې پاکستان کلیدي رول لري، اوس افغان چارواکي او یو شمېرکارپوهان په دې نظر دي، چې په دې برخه کې د پاکستان پالیسي هم مثبت لوري ته بدله شوې ده، تا سو موافق یی؟

ځواب: هو، ریښتیا خبره ده، چې یو بدلون لیدل کیږي، د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي، په هغه هېواد کې د دوی د پټڼ ځایونه ستونزه له څو کلونو را هیسې یادیږي، موږ پوره موافق یو، چې د پاکستان د صدراعظم نواز شریف حکومت، چې په پوځي برخه کې یې راحیل شریف ملاتړی دی، په دې پوه شوی، چې په هغه هېواد کې د ترویزم موجودیت دوی ته هم یو ګواښ دی.

دوی په دې هم پوه شوي، چې له دې ګواښ سره مبارزه د افغان حکومت همکارۍ ته ضرورت لري، دا یو لوی بدلون دی، اوس د دې هېوادونو ترمنځ د تیرولسوکلونو په پرتله د شخصي ګټو له امله همکاري هم ښه شوې ده.

پوښتنه: تاسو هم له تاریخي پلوه له پاکستان سره ښې اړیکې لرئ او په هغه هېواد نفوذ لري، بریتانیا به د افغانستان د سولې په برخه کې څه ډول رول ولوبوي؟

ځواب: موږله ډیروکلونو راهیسې د دې نظريې پياوړی ملاتړ کوو، ځکه زموږ تحلیل دا دی، چې سوله او سیاسي حل لاره د پرمختګ لار ده.

موږله پاکستان سره په دې برخه کې له نږدې کار کوو، ځکه یو لوی هېواد دی او موږ ورسره تاریخي اړیکې لرو، په لنډ وخت کې موږ غواړو پاکستان دې ته وهڅوو، چې د سولې د بهیر ملاتړ وکړي.

پوښتنه: بریتانیا له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو یوه موافقه هم لاسلیک کړې، دې موافقې ته په کتو د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به له افغانستان سره ستاسې همکاري څه ډول وي.

ځواب باید ووایم، چې تراوسه زموږځواکونه په بشپړه توګه له افغانستانه نه دي وتلي، زموږشااوخوا پنځه سوه عسکر اوس د ناټو د غوڅ ملاتړد ماموریت یوه برخه ده، دوی افغان ځواکونه ته روزنه او سلا مشوره ورکوي.

له دې پرته موږ ژمن یو، چې په کلني ډول د افغان پولیسو د معاشونو لپاره یوسل او لس میلیونه ډالره مرسته وکړو.

موږ په کابل کې د ملي اردو د افسرانو د اکاډمۍ ملاتړ هم کوو.

یعنې په یوه ډول سره موږ اوس هم دلته حضور لرو، که څه هم د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا لوړه شوه، خو دوی اوس په وزارتونو او قومندانیو کې مرستې ته اړتیا لري.

موږ د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه وده کې هم برخه لرو، یو بل پروګرام لرو، چې په کال کې دوه سوه او شپیته یا دوه سوه او اویا میلیونه ډالره له افغانستان سره مرسته کوو، د دې مرستو تمرکز، په ښونه او روزنه، روغتیا، اقتصادي پراختیا او حکومتولۍ دی.

پوښتنه: وروستۍ پوښتنه، د کابل، اسلام اباد او لندن ترمنځ د درې اړخیزو غونډو یوه لړۍ هم موجوده ده، د دې لړۍ وروستۍ غونډه تیره دسمبر په لندن کې جوړه شوې وه، څنګه دا لړۍ به دوام وکړي.

ځواب: موږپه دې برخې کې مرستې ته چمتو یو، که چیرې د افغانستان او پاکستان حکومتونه په دې وتوانیږي، چې تر خپله منځه د همکارۍ ښه فضا رامنځ ته کړي، بیا نو مونږ ته ضرورت نه لري او مونږ له دې بهیره وځو، خو که چیرې دوی په دې باور وي، چې زمونږ موجودیت د دوی ترمنځ ګټور دی او په خبرو او اړیکو ښه اغیزه کوي، نو مونږه د دواړه هیوادونو د ملګرو په توګه دې ته لیوالتیا لرو او ملاتړ یې کوو.

XS
SM
MD
LG