په افغانستان کې د بریتانیا سفیر وایي، د افغانستان ستونزه سیاسي حل ته اړتیا لري، نه پوځي حل ته.
سر ریچارډ سټګ آزادي راډیو سره یوې خاصې مرکه کې؛ له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د هلو ځلو هرکلی وکړ او ویې ویل، یو سیاسي توافق په افغانستان کې د سولې یوازینې لار ده.
ښاغلي سټګ دا هم وویل چې پاکستان د تروریزم د ګواښونو د مقابلې لپاره د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري.
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر "سر ریچارډ سټګ" چې په دې هېواد کې یې ماموریت ختم شوی؛ آزادي راډیو سره مرکه کې وویل؛ له طالبانو سره د افغان حکومت د تماسونو د هلو ځلو ستاینه کوي. ده وویل، د خبرو پیل د سولې د پروسې پیل دی:
"د افغانستان د ملي وحدت حکومت میړانه کړې چې دا لار یې غوره کړه. که څه هم چې موږ پوهیږو په دې هېواد کې ځینې کسان ډاډمن نه دي چې دا لار به چیرې ځي؛ خو زموږ په نظر، په افغانستان کې د سولې لپاره یو سیاسي توافق یوازینۍ لار ده."
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر سر ریچارډ سټګ دغه راز وویل؛ د افغانستان د سولې په اړه د پاکستان په دریځ کې بدلون راغلی دی.
دی وایي، د نواز شریف حکومت او د پاکستان لوی درستیز په پاکستان کې د بنسټ پالو په ګواښونو پوهیږي؛ د مقابلې لپاره یې د افغانستان همکارۍ ته اړتیا لري او دا د پاکستان په دریځ کې یو ستر بدلون دی.
د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره د بریتانیا سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د ملي وحدت حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ وویل؛ له طالبانو سره به د سولې خبرې په نږدې راتلونکو ورځو کې پیل شي.
ښاغلي عبدالله دا خبره په کابل کې د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړه او دایې هم وویل، له طالبانو سره د سولې خبرو کې به په هېڅ صورت د تېرو دیارلسو کلونو لاسته راوړنې قرباني نه شي.