له کورونو څخه د افغان کډوالو په زوره ایستل؛ په افغان کډوالو د ټیلفوني سیمکارټونو او اړیکو قطعه کول؛ د کډوالو کورونه تلاشي کول او ځای - ځای د هغوی ځورول هغه عوامل دي چې د کډوالو چارو وزارت یې اندیښمن کړی دی.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د پاکستان حکومت اوس مهال په یو نه یو ډول افغان کډوال ځوروي تر څو فشار پرې راشي او د پاکستان پرېښودلو ته مجبور شي.
د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرئت د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ هغه افغان کډوال چې د اوسیدلو قانوني سندونه نه لري؛ دا وخت یې په پاکستان کې ژوند دومره تریخ شوی چې د اوسیدولو لپاره د سرپناه حق نه ورکول کیږي:
"په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه موږ اندیښمن یو؛ اوس وخت پاکستان په افغان کډوالو داسې فشارونه راوړي چې د جبر له امله خپله مجبور شي؛ په تورخم راواوړي او پاکستان پریږدي. په دې سلسله کې موږ هره ورځ د درې سوو کورونۍ شاهدانو یو چې افغانستان ته راځي."
ښاغلی جرئت وايي، د کډوالو چارو وزیر د هغو یو میلیون کډوالو ستونزو د حل په خاطر چې قانوني اسناد نه لري؛ د مارچ په لومړۍ نیټه پاکستان ته ځي.
له دې سره د کډوالو چارو وزارت هیله ښيي چې د پاکستان سره د نوو ښو اړیکو له مخې به هغه هیواد حاضر شي چې د داسې دوه اړخیزو ناستو په ترڅ کې د کډولو ستونزو په راکمولو کې مرسته وکړي.
د راپورونو له مخې د خیبر پښتونخوا په یوه ښونځي کې له حملې وروسته په پاکستان کې د افغان کډولو ستونزې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي او له هغې وروسته پرې په بیلا بیلو برخو کې بندیزونه ډير شوي دي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د ډیرو فشارونو له امله هره ورځ تر درې سوو کورنۍ بېرته هېواد ته راستیږي د کډوالو چارو وزارت وايي؛ له دې جملې یوازې لس فیصده له مرستو څخه برخمنې دي.
له دې سره "یو. ان. اېچ. سي. ار" یا د کډولو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي؛ دوی له هغو کډوالو سره چې د کډوالۍ قانوني سندونه لري او بېرته هیواد ته راستنیږي کافي مرستې کړي او په راتلونکې کې هم خپلو مرستو ته ژمن دي.
په کابل کې د دې ادارې ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل؛ له اسنادو پرته کډوال دې ادارې تر پوښښ لاندې نه دي نیولي او ورسره مرستې نه کیږي:
"هغه افغانان چې د کډوالې کارتونه لري؛ هر کله چې خپله اراده وکړي راتلای شي او هره بېرته راتلونکي کورنۍ د UNHCR له مرستو چې د یو کس په بدل کې دوه سوه ډالره دي ورکول کیږي.
دلته له راتلو څخه وروسته هم موږ د هغوی د ځای پرځای کولو لپاره یو شمېر پروګرامونه تر کار لاندې نیولي دي."
دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت ۲۴ زره داسې کورنۍ په زور له پاکستانه را ایستل شوي دي او اوس هم دا لړۍ دوام لري.
راپورونه وايي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو شمیر څه کم درې میلیونو ته رسیږي چې یو میلیون یې د اوسیدلو قانوني کارتونه نه لري او یو نیم میلیون نور چې اسناد هم لري؛ یوازې د روان کال تر پایه ورته په پاکستان کې د اوسیدلو حق ورکړل شوی دی.