واشنګټن مسکو ملامته کړچې د اوکراین په خیتځ کې یې د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو له لوري د چهارشنبې په ورځ د دیبالڅیف د ښارپه نیولو کې د هغوی ملاتړکړی دی او په دې ډول یې هغه اوربند بې اهمیته ګڼلی دی چې نړېوال یې شاته ولاړ دي.
سپینې ماڼۍ وویل، مسکو په مینسک کې د شوي نوي اوربند په پلي کیدو کې پاتې راغلي نوله دې خطرسره مخامخ شوی دی چې ښایي نور بندیزونه پرې ولګول شي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جوش ارنیست په واشنګټن کې خبرې غونډې ته وویل :
″ښکاره ده چې موږ په دې باور یوو چې دا ټولو خواوو ته دا مهمه ده چې تړون ته درناوی وکړي.
دا هم یو مخ ښکاره ده چې روسیه د بیلتون غوښتونکو ملاتړکوي او په خپله روسانو هم خپلې هغې ژمنې نه دي پرځای کړي چې د خبرو پرمهال یې کړې وې.
په دې برخه کې د دوی ناکامي، دوی د ډیر زیان له خطر سره مخامخوي، دوی باید پوه شي چې نور ګامونه هم شته.″
د امریکا ترڅنګ ناټوهم روسانو ته خبرداری ورکړچې د بیلتون غوښتونکو له ملاتړه دې لاس په سر شي.
د ناټو عمومي منشي ین ستولتنبرګ تیره ورځ د اروپایي ټولنې د دفاع وزیرانو په یوې غیر رسمي غونډه کې د ګډون لپاره ریګا ته ولاړ او هلته یې خبریالانو ته وویل:
″ زه پر روسیې غږ کوم چې خپل ټول ځواکونه د اوکراین له ختیځه وباسي، د بیلتون غوښتونکو له هرډول ملاتړه دې لاس واخلي، د مینسک د اوربند د تړون درناوی دې وکړي او کوم اغیز چې پر بیلتون غوښتونکو لري له هغه څخه دې استفاده وکړي څو هغوی هم اوربند ته غاړه کیږدي.″
دیبالڅیف د روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو د دوو مهمو مرکزونو دونیڅک او لوهانسک د ښارونو ترمنځ د اورګاډي د یوځای کیدو ستراتیژیکه نقطه ده.
روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو تیره ورځ وروسته تردې ادعا وکړه چې د دیبالڅیف بشپړکنټرول یې ترلاسه کړی چې د اوکراین ولسمشر پیترو پروشینکو دا تایید کړه چې د یوه پلان له مخې یې پوځیان له دې ښاره ایستلي دي.
په کییف کې دفاعي چارواکو وویل چې ۲۴۵۹ اوکرایني پوځیان له دیبالڅیف څخه تیره ورځ ووتل. بیلتون غوښتونکي وایي چې دوی د دوشنبې په ورځ پر دیبالڅیف برید وکړ او درې سوه اوکرایني عسکر یې اسیران کړل. د اوکراین چارواکو دا منلې ده چې یو شمیر پوځیان یې نیول شوې دي خو د هغوی د شمیر په اړه یې څه نه دې ویلي.