د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د اوکراین له حکومته غوښتې چې د هېواد په ختیځ کې محاصره شوې ښارکې خپلو عسکرو ته دې اجازه ورکړي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او تسلیم شي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن مسکو ته خبرداری ورکړی، که چېري روسیه د یاغیانو ملاتړ ته دوام ورکړي، دا به ورته زیات تاوان ورسوي.
د اوکراین په ختیځ کې د تیرې اوونۍ اوربند سره سره چې د جرمني او فرانسې په منځګړتوب رامنځ ته شو، د ستراتیژیکې ښار دیبالتسیف لپاره سختې جګړې روانې دي.
د اوکراین د پوځ یو ویاند اناتولي ستیلماخ وایي، په دیبالتسیف ښار کې چې د ټرینونو یو مهم ستراتیژیک مرکز دی، سختې جګړې روانې دی او د پوځ څو قطعې تسلیم شوي دي.
یاغیانو ویلي، د اوکراین حکومتي ځواکونه باید له ښار څه د امن وتلو په مقصد وسلې په ځمکه کېږدي.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سې شنبې په ورځ هنګري ته د سفر پرمهال وویل، د اوکراین د ختیځ شخړه پوځي حل نه لري.
سپینه ماڼۍ وایي، د جمهوررئیس مرستیال جو بایډن د اوکراین له جمهور رئیس پیترو پوروشینکو سره له ټيلفوني خبرو وروسته د بیلتون غوښتونکو له خوا د اوربند سرغړونه چې دده په وینا، د روسیې ځواکونو په ملتیا د دیبالتسیف په شاوخوا کې جګړه کوې، په کلکه وغندله او خبرداری یي ورکړ چې دا به د روسیې په زیان وي.
د روسیې جمهوررئیس ولادمیر پوتین د سې شنبې په ورځ په هنګرې کې د هغه هېواد له صدراعظم سره ګډ خبري کنفرنس کې د اوربند په اړه هیله مندي وښودله او ویي ویل:
″زه د بدبینۍ پرځای، خوشبینه او هیله من یم، اجازه راکړئ چې یو ځل بیا یادونه وکړم چې د جګړو په ټولو لیکو کې دا مهال یو ډول چوپتیا حاکمه ده.
په دیبالتسیف ښارکې د محاصره شویو اوکرایني عسکرو ستونزه باید پاي ته ورسیږي.
زموږ مهم کار دا دی چې په محاصره کې د بندو پاته شویو خلکو ژوند وژغورو او ډاډ حاصل کړو چې د اوکرایني چارواکو او د دونباس د مدافعانو ترمنځ شخړه نوره هم پراخه نه شي.″
پوتین دا هم وویل، چې د اوکراین د عسکرو زیات شمېر یي نه غواړي په دي فرقه یي شخړه کې وجنګیږي.
په عین حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې له دواړو خواو نه په ټینګه وغوښتل چې دښمنۍ دی سمدستی بندې کړې او د مینسک تړون چې د جرمني او فرانسې په منځګړتوب رامنځ ته شوی، رعایت کړي.
ملګرو ملتونو د بالتسیف په شاوخوا کې د شخړو د دوام په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.