د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

په مسکو کې سیار جوماتونه جوړیږي


آیا تاسو له هغو مسلمانانو څخه یاست چې په مسکو کې ژوند کوئ؟ که هو، نو ښایي داسې وخت راغلی وي چې د لمانځه پر وخت تاسو جومات نه وي موندلی او دا هیله مو کړې وي چې لمونځ مو په یوه جومات کې کړی وای.

که داسي ده نو له هغه اقدامه خبر شئ چې په مسکو کې مسلمانان د سیارو جوماتونو د جوړولو هڅه کوي.

پر بوم سټارټر ویب پانه د یوه نوي پرمختګ په اړه لیکل شوي چې د یو شمیر واګن لرونکو موټرو لپاره پیسې ټولیږي چې د جومات په توګه کار ترې واخستل شي. دغه موټر به د مسلمانانو د عبادت ځای په توګه مسلمان میشتو سیمو ته لیږل کیږي.

په دې موټرو کې به د لمانځه لپاره ځای او هم د اودس کولو لپاره ځانګړی ځای وي.

دغه سیار جوماتونه به په پلازمینه مسکو کې ګرځي او په وړیا ډول به د هغو مسلمانانو په خدمت کې به وي چې دوی ورغواړي.

د سیارو جوماتونو د پروژې لیکوال السو خافس پر ویب پاڼه لیکي چې اوس مهال په مسکو کې د دوه میلیونه مسلمانانو لپاره یوازې څلور جوماتونه شته.

دی وایي، په دې مډرن ښار کې د مسلمانانو لپاره د جوماتونو لږ امکانات د دې سبب شوي چې مسلمانان ونه شي کولی په منظمه توګه خپل عبادت وکړي.

د دې پروژې لپاره به ۸۵۰ زره روبله راټولې شي او دا پیسې به د موټرو په رانیولو؛ د موټرچلوونکو د استخدام او د دې سیارو جوماتونو پر عصري کېدو مصرف شي.

د دغو موټرو باندني برخه به سپینه وي او په شنو ګلونو به طراحي او ډیزاین شوي وي.

د روسیې پلازمینه له ډیرې مودې راهیسې د مسلمانانو لپاره د جوماتونو له کموالي سره مخامخ وو. د دې ښار له دوه میلیونه مسلمانانو څخه ډیری یې کارګر کډوال دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د نویو ثابتو جوماتونو د جوړیدو مخالف و او وایي چې جوماتونه عمدتا د بهرنیانو له خوا جوړیږي.

د جمعې او اختر لمونځونو په څیر د مسلمانانو په هره ځانګړي مناسبت کې زرګونه مسلمانان لیدل کیږي چې جوماتونو ته نژدې پر سړکونو ناست وي؛ حتی د ژمي په سړو کې چې واوره اوري، د مسکو د زړو جوماتونو په شاوخوا سیمو کې مسلمانان خپلې مصلې غوړوي او عبادت کوي.

XS
SM
MD
LG