د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

خامنه يي: نه موافقه تر یوې بدې موافقې غوره ده


آیت الله علي خامنه يي وايي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له لویدیځ سره د هرې موافقې ملاتړ کوي؛ خو زیاته کړه یې چې د یوې بدې معاملې ملاتړ به هېڅکله ونکړي.

د ایران ستر مذهبي مشر په هغه بیان کې چې پرون د یسنا خبري اژانس له لارې خپور شو؛ همداراز ویلي چې نه موافقه تر یوې بدې موافقې غوره ده.

خامنه یي له دې وروسته د ایران د هوايي ځواکونو له قوماندانانو او پیلوټانو سره په تهران کې په یوه کتنه کې وویل؛ دی د هرهغه توافق مخالف دی چې د ایران له ملي ګټو سره په تضاد کې وي:

"امریکایان پرله پسې دا خبره تکراروي او وايي، موږ په دې نظر یو چې تر بدې موافقې؛ موافقه نه کول ډېر ښه دي. هو، موږ هم په دې نظر یو او باور لرو چې نه موافقه تر داسې بدې موافقې غوره ده چې د ملي ګټو پرخلاف وي، او د ایران د ستر ملت د تحقیر باعث شي."

د ایران ستر مذهبي مشر زیاته کړه؛ د بدې معاملې معنا دا ده چې یو لوری له خپلو ټولو غوښتنو څخه محروم پاتې شي؛ خو ده د ولسمشر حسن روحاني د وینا یادونه هم وکړه چې ویلي یې دي؛ یوه ګډ دریځ ته د رسېدو په مقصد د خبرو لپاره هڅې روانې دي.

له دې سره په یو وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي چې د نړۍ له لویو قدرتونو سره د ده د هېواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو د مهلت تمدید ته اړتیا نشته. ظریف چې د مونشن په امنیتي غونډه کې وینا کوله زیاته کړه چې د خبرواترو لپاره د مهلت تمدید د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

د جواد ظریف په وینا د سږني کال د جون تر پایه د مهلت ټاکل چې پرېکړه یې د تېرکال په نوامبر میاشت کې وشوه، یا لازم نه و او یا پرځای نه و.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کېري هم پرون د امریکا له یوه ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې چې پرون خپره شوه، وویل چې دی د ایران د اټومي پروګرام په اړه د بحث لپاره د هرراز مهلت له ټاکلو سره مخالف دی.

XS
SM
MD
LG