د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۰۵

مظاهره چیان په نوي حکومت کې هزاره ګانو ته د ۶وزارتونو غوښتونکي شول


د افغانستان د کار او تو سعې ګوند یوشمېر غړیو او د کابل ښار د لویدیځ لسګونو اوسېدونکو د یوې مظاهرې په ترڅ کې په کابینه کې د زیاتې ونډې غوښتنه وکړه.

د کار او توسعې ګوند له خوا رابلل شوې مظاهر سهار په نهو بجو د "دشت برچي" له سیمې پیل او د د همزنګ په سیمه کې د یوه پریکړه لیک په لوستولو سره پای ته ورسېده.

مظاهره چیانو چې زیړې جنډې او شعارونه یې له ځان سره لېږدول؛ شعارونه ورکړل چې د ملي وحدت حکومت په کابینه کې هزارګانو ته لازمه ونډه نه ده ورکړې.

د کار او توسعې ګوند مشر ذولفقار امید د مظاهرې په پای کې خبریالانو ته وویل چې واک او تصمیم نیونه باید له انحصار نه راووځي.

د تاسې اوسنۍ کابینه غیر عادلانه، متعصبه، یوه اړخیزه او انحصاري ده؛ موږ د یوې متعدیلې، هر اړخیزې او ټول شومولې کابینې غوښتونکي یو.

د مظاهرې په پای کې یوه اته ماده ییز پریکړه لیک هم ولوستل شو چې په یوه برخه کې یې راغلي وو؛ هزاره و ته باید په کابینه کې شپږو وزارتونه لکه، دفاع، پوهنې، سوداګرۍ، مخابراتو، فوایدعامې او کار او ټولنیزو چارو ورکړل شي.

همدارنګه د پریکړه لیک په یوه ماده کې راغلي وو چې د هېواد د درې ګونو قواوو له جملې څخه باید د سترې محکمې مشري هم هزارګانوته ورکړل شي.

دوی ګواښ وکړ، که د ملي وحدت حکومت مشران یې غوښتنې ونه مني؛ نو په پراخو سوله ییزو مظاهرو او حتی په غذایي اعتصاب به هم لاس پورې کړي.

په همدې حال کې جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر ژمن دی چې ټولو قومونو ته په کابینه کې برخه ورکړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند اجمل عابدي ازادۍ راډیو ته وویل؛ د ولسمشر موقف دا دی چې ټول خلک باید په دولت کې سهیم وي؛ د حذف سیاست باید له منځه ولاړ شي؛ د افغانستان ټول خلک باید په دولت کې ځان وویني.

بل خوا د ملي وحدت حکومت اجرايي ریاست هم وايي؛ له سمت، ژبې او قوم پرته به ټولو قومونو ته د لیاقت او وړتیا له مخې په کابینه کې ونډه ورکړل شي.

د اجرايي ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیوته وویل؛ پاتې اوولسو وزارتونو ته به هغه کاندید وزیران معرفي شي چې د ټولو قومونو؛ ژبو او سمتونو استازیتوب وکړي او کابینې ته په ټاکلو معیارونو برابر وي:

"تراوسه هم کابینه نه ده تکمیل شوې؛ اوولس وزارتونه پاتې دي په پاتې وزارتونو کې به هغه اشخاص معرفي کیږي چې د افغانستان د ټولو قومونو؛ ژبو او ټولو ساحو استازیتوب وکړای شي؛ دغه به قوي کسان وي او د افغانستان لپاره به ګټور ثابت شي."

د ملي وحدت حکومت په دې وروستیو کې پنځه ویشت کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړل چې یواځې اتنو تنو وزیرانو د باور رایې واخیستې او پاتې په تحصیلي اسنادو کې د ستونزو او د دوګوني تابعیت له امله رد شول او یایې د باور رایې وا نه خستې.

وبه لیدل شي چې د ملي وحدت په پاتې کابینه کې د لیاقت او وړتیا په اساس که د سمت او یاد د قومي جوړښتونو په اساس کاندید وزیران معرفي کوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG