د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

ایران: د ټولنيزو خدماتو د ادارو مجرد کارکوونکو ته د واده کولو لپاره ضرب الاجل ټاکل شوی


د ايران په ښار همدان کې يوه آيت الله د ټولنيزو خدماتو په ادارو کې مجردو کاروکوونکو ته خبرداری ورکړی دی چې که په يوه کال کې دننه واده ونه کړي، خپلې دندې به له لاسه ورکړي.

د جمهوري اسلامي ايران حکومت د يوې ويب پاڼې؛ "جوړه موندنه" د جوړولو په اعلان سره هڅې کوي چې شا او خوا سل زره ځوانان واده کولو ته تشويق کړي. خو په يوه بل اقدام کې د ايران يوه آيت الله خبرداری ورکړی چې که د ټولنيزو خدماتو د ادارو مجرد کارکوونکي په يوه کال کې دننه ودونه ونه کړي؛ له خپلو دندو څخه به لاس پر سر شي.

د کومونيست مجلې په وينا، په ايران کې د وديزې کورنۍ اړيکې له منځه د تلو په حال کې دي او د دې هيواد په مرکز تهران کې په هرو درو ودونو کې د يوه پای طلاق وي.

د کومونيست د راپور پر بنسټ، که څه هم شيعه مذهب خلکو ته د موقتي واده يا صيغه اجازه ورکوي؛ خو د ايران حکومت خلک اوږد مهاله ودونو ته هڅوي.

د مقالې په وينا، تر ۳۰ کلونو کښته کسان چې د ايران د ۷۷ میليونه نفوس ۵۵ فيصده برخه جوړوي؛ تر واده، لنډ مهاله روابطو ته ترجيح ورکوي.

له دې سره چې د ايران حکومت داسې ويب پاڼو ته غير اخلاقي وايي او په دې ونه توانېد چې ورته ويب پاڼې بندې کړي؛ اوس يې د خلکو د ودونو لپاره داسې ويب پاڼه په خپله پرانيسته.

خو تر اوسه داسې انټرنټي پاڼه چې د جنورۍ په مياشت کې پرانيستل شوه؛ د خلکو له خوا د لږ پام وړ ګرځېدلې ده. ۳۲ کلن فرهاد چې له دېرش کلنۍ راپه دې خوا مجرد دی؛ وايي:

"که هر څومره وغواړم واده وکړم؛ زه به هيڅ کله خپل نوم په دې ويب پاڼه کې ثبت نه کړم."

د ډېری ايراني مجردانو لپاره د حکومت يا کورنۍ د غړيو په مرسته د جوړه موندنه پخوانی کار ښکاري او اوس يې نويو طريقو ته مخه کړې ده. په دې طريقو کې يوه د موټر له کړکۍ څخه د تليفون د شمېرې تبادله ده.

XS
SM
MD
LG