پاکستان وايي چې د دې هېواد امنيتي ارګانونه يواځې هغه افغان کډوال نيسي چې په غېر قانوني توګه په دې هېواد کې مېشت دي او يا هم په ځینو ترهګرېزو پېښو کې لاس لري.
د پاکستان د بهرنيو چار وزارت وياندې مېرمن تسنيم اسلم د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبرې غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې دا مهال په پاکستان کې ١٦ لکه راجسټر شوي او همدومره غېر راجستر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان پر اوږو يو دروند پېټى دى.
نوموړې همدراز وويل، ځينې ترهګرې ډلې په پاکستان کې په غېر قانوني ډول مېشت افغان کډوال د خپلو شومو اهدافو لپاره کاروي، چې له امله يې دا هېواد له يو لړ ستونزو سره مخ دى.
تسنيم اسلم زياته کړه چې د غېر قانوني افغان کډوالو د نيولو او بېرته هېواد ته د لېږلو په اړه يې له افغان دولت سره خبرې کړي دي.
نوموړې په دې اړه زياته کړه:
" په پاکستان کې پر ١٦ لکو راجسټر شويو افغان کډوالو سربېره همدومره شمېر نور غېر راجسټر يا غېر قانوني کډوال هم مېشت دي چې ځينې وسله والې ډلې يې د خپلو شومو اهدافو لپاره کاروي؛ ځکه چې دوى پوليس يا بل کوم امنيتي ادارې ته نه شي ورتلى؛ نو له همدې امله موږ په هغو ځايونو کې عمليات کوو چې هلته وسله وال او يا هم د هغوى مرستندويان اوسېږي. موږ په دې اړه له افغان دولت سره خبرې کړي دي او ښايي دا ګام به زموږ خپلمنځي اړيکيو ته کوم زيان ونه رسوي."
مېرمن اسلم همداراز د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر نړېوال سازمان يا يو اين ايچ سي ار هم نيوکه وکړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د شتون او د هغوى د شمېر په اړه يې خپل رول په سمه توګه نه دى ترسره کړى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې په دې وروستيو کې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د دې هېواد د امنيتي ارګانونو له خوا ځورول کېږي او تر سخت فشار لاندې دي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې لړۍ د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو تر حملې وروسته چې شاوخوا ١٥٠ کسان په کې ووژل؛ تېزه شوې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوال سازمان يا "يو اين ايچ سي آر" د احصاييې له مخې په پاکستان کې دا مهال ١٦ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې ډېرى یې د خيبر پښتونخوا په ايالت کې دېره دي.
دغو افغان کډوالو ته د پاکستان، افغانستان او يو اين ايچ سي آر د درې اړخيز تفاهم له مخې د روان کال تر پايه په دې هېواد کې د پاتې کېدو قانوني اسناد ورکړل شوي؛ خو افغان کډوال شکايت کوي چې پاکستاني پوليس او د دې هېواد نور امنيتي ارګانونه يې د پېژندکارتونو او قانوني اسنادو پر لرلو سربېره ځوروي او رشوت ترې اخلي.
راپور: ذبيح شفق