د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

ایران د ملګروملتونو لپاره نوی کس معرفي کړ


ایران، په سویس کې خپل سفیرپه ملګروملتو کې د خپل استازي په توګه ونوماوه.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپورله مخې غلام علي خوشروجامعه شناسي په تهران او نیویارک کې لوستې ده او له ۱۹۸۹ تر ۲۰۰۵ کلونو پورې یې په ملګروملتوکې د ایران د سفیر او استازي په توګه کار کړی دی.

په ملګروملتوکې د ایران د نوي سفیر ټاکنې لس میاشتې وخت ونیو تر دې مخکې تهران حمید ابوطالبي په ملګروملتوکې خپل سفیر نومولی و خو هغه ته امریکا ویزه ورنه کړه.

واشنګټن په اپریل میاشت کې ویلي و چې ابوطالبي د سفارت لپاره مناسب انتخاب نه دی او دا ځکه چې هغه په ۱۹۷۹ کال کې په تهران کې د امریکایي دیپلوماتانود نیولو په پیښه کې په لاس لرلو تورن دی.

په ملګروملتوکې د ایران د استازي په توګه د ابوطالبي له اعلانیدو سره سم د امریکا د کانګرس غړیو یوه لایحه تصویب کړه چې هغه ته به ویزه نه ورکوي، ځکه چې دی په ترورستي فعالیت کې لاس لري او د امریکا د ملي امنیت لپاره یې ګواښ پیدا کړی دی.

دغه لایحه د اپریل په میاشت کې ولسمشربارک اوباما تایید کړه او په دې ډول ابوطالبي امریکا ته له تګه پاتې شو.

ابوطالبي وایي چې ده د اسلامي انقلاب په لومړیو کې د ۵۲ امریکایي دیپلوماتانو د برمته کیدو پرمهال ژباړه کوله.

دا دیپلوماتان ۴۴۴ ورځې له یرغملو سره وو.

د ایران د بهرنیو چار وزارت تیره ورځ وویل چې دوی لاهم د ابوطالبي د ویزې پربندیزاعتراض لري او دوی به په دې برخه کې د ملګرو ملتو له لارې فشار وارد کړي.

ایران پخوا ویلي و چې دوی به بل کس په ملګروملتوکې د سفیرپه توګه معرفي نه کړي، خو اوس چې خوشرو په ملګروملتوکې د سفیر په توګه معرفي شو د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د کمیټې ویاند حسین نقوي حسیني وویل، پارلمان ټینګارکړی و چې ایران باید د ابوطالبي له ټاکنې په شا نه شي.

د حسین نقوي حسیني خبره نیمه دولتي اژانس فارس رااخیستې ده چې وایي، زموږ حکومت د امریکا لپاره له خپل دریځه په شا شو او که چیرته د ایران حکومت د اټومي پروګرام په برخه کې ورته اقدام وکړي نو دا به یو ناورین وي.

XS
SM
MD
LG