که څه هم داسې ویل کیږي چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات به له ټاکلې مودې څخه؛ څو میاشتې وروسته دایر شي، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي؛ دې انتخاباتو ته له تخنیکي پلوه پوره چمتوالی لري.
د دې کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني وایي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د دایرېدیو نیټه به د جمهور ريیس اشرف غني له مشورې وروسته؛ په نږدې څو ورځو کې اعلان کړي.
ښاغلي نورستاني د دوشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې د سه شنبې په ورځ به له ولسمشر سره ګوري او د انتخاباتو د بودجې او امنیت په اړه به د هغه مشوره اخلي.
"موږ له خپلې خوا ټوله اماده ګي نیولې ده؛ سبا له جمهور ريیس سره کتنه لرو؛ د بودجې او امنیت مساله به ورسره شریکه کړو. ځکه دا د حکومت وظیفه ده چې انتخاباتو بودجه برابره کړي او امنیت ته تدابیرونیسي. له دې مشورو وروسته به ګرانو وطنوالو ته د انتخاباتو د دایریدو په هکله معلومات ورکړو."
د افغانستان د نافذو قوانینو له مخې د ولسي جرګې د اولسمې تقنینی دورې انتخابات باید د راتلونکي لمریز کال د ثور په میاشت کې وشي؛ خو خلکو اوځینو دولتي چارواکو په غیررسمي توګه ویلي چې امنیتي وضعیت او د بودجې نشتوالی به سبب شي چې دا انتخابات د روان لمریز کال د سنبلې په میاشت کې ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې دا ځل تصمیم نیول شوی چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات یو ځای ترسره کړي.
تیفا یا د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي؛ په دې هیواد کې د جمهوري ریاست انتخاباتي لانجو؛ نه یوازې داچې د دې انتخاباتو د نتایجو اعلانول یې څو میاشتې وځڼدول بلکې د ولایتي شورا ګانو انتخابات یې هم ټکني کړل.
د تیفا د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده ازادي رادیو ته وویل؛ حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید هڅې پراخې کړي؛ څو په دې انتخاباتو کې د تیرو انتخاباتو نیمګړتیاوې تکرار نه شي:
"ګرانه ده چې اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتو سره دا انتخابات په سمه توګه ترسره شي؛ هیله ده په دې پروسه کې یولړ مثبت بدلونونه راوستل شي؛ څو خلک پرې باوري شي."
په افغانستان کې لومړی ځل دې چې د ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته تصمیم نیول کیږي.
کارپوهان وایي، د دې هیواد د تیرو دورو انتخاباتو ښودلې چې حکومتي چارواکو او ځینو زورورو له دې پروسې سره سیاسي چلند کړی.
دوی وایي، حکومت او د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته په کار ده چې دا پروسه په پوره بې طرفۍ او له هرډول سیاسي؛ سیمه ییزو، قومي او ژبنیو تعصبونو څخه پرته ترسره کړي.
دوی وايي، که په دې انتخاباتو بیاهم شفافیت کمزوری وي؛ په دې پروسه به په راتلونکي خلک هیڅ باور ونه کړي.
راپور: خان محمد سیند