د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۱

د پاکستان "اریس" کپمنۍ د افغان قراردادیانو پیسې له ځان سره وړي


د ساختماني چارو یو شمیر افغان قراردادیان وايي چې د « ARRIS» په نامه یوې کمپنۍ په افغانستان کې خپل کارونه ودرولي اود دوی لکونوډالر يې وړي دي.

په افغانستان کې د ARRIS په نامه یوې پاکستانۍ کمپنې له شاوخوا د وو کالو راهیسې؛ د یوشمېر ساختماني پروژو کارونه ودرولي او د لګسونو افغان قراردادیانو لکونه ډالريې هم نه دي ورکړي.

یوشمیرافغان قراردادیانو د یکشبنې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې له څو کلونو راهیسې یې له یادې کمپنۍ سره د تړونونو په اساس په ځینو ساختماني پروژو کې زیار ایستلی او خپلې پیسې یې لګولي؛ خو یادې کمپنۍ نه یوازې دا چې د دې پروژو کارونه يې ودرولي بلکې د دوې پیسې یې هم ایسارې کړي دي.

بشیر اغا لودین یو له دغو قراردادیانو څخه دی چې د ده په خبره، د لوګر ولایت د کنجک په سیمه کې یې د "اریس" کمپنۍ په هدایت د "نایب امین اله خان لوګري" د درې سوه بستریز روغتون پر ساختماني چارو څه کم دوه لکه ډالره لګولي؛ خو یادې کمپنۍ یې پیسې نه دي ورکړي:

"کابو دوه کاله کیږي د دې کمپنۍ کارونه ولاړ دي او د شاوخوا شپتو قراردادیانو پیسې یې نه دي ورکړي. ما په دې پروژه کې د سړکونو د جوړولو کار کړی؛ څه کم دوه لکه ډالر مې لګولي؛ خو درک یې نه شته، هیله ده افغان چارواکي دا مساله له پاکستاني چارواکو سره یاده کړي؛ که پروژه ختموي، نو زموږ حسابونه دې راکړي."

په عین حال کې د لوګر د ولایتي شورا مسوولین وايي؛ کابو اوه کاله د مخه د «اریس» کمپنۍ حاضره شوه چې د لوګرولایت د کنجک په سیمه کې د نایب امین اله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون جوړکړي.

دوی وايي، سره له دې چې د دې روغتون ساختماني چارې شاوخوا اتیا فیصده بشپړې شوي؛ خو پاکستاني کمپنۍ د نامعلومو دلایلو له مخې خپل کارونه ودرولي دي.

د لوګر د ولایتي شورا غړي سید قریب ازادي رادیو ته وویل؛ پاکستان د دې روغتون له چارو سره سیاسي چلند کوي:

"موږ ته معلومه شوه کله چې د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط ښه وي؛ د پروژو کارونه هم روان وي؛ خو کله چې دا روابط لږ څه کړکیچن شي؛ د پروژو کارونه هم ودریږي؛ حال دا چې دې ته پام نه کیږي چې د لوګر خلک روغتون ته ډېر ضرورت لري؛ خلک په ډېر تکلیف سره خپل ناروغان کابل ته رسوي؛ دا مشکل یوازې د لوګر نه بلکې د زون په سطح دی."

د چارواکو د معلوماتو له مخې "اریس" کمپنۍ شاوخوا اوه کاله دمخه ژمنه کړې وه چې د پنځه ویشت میلیونو ډالرو په لګښت به په لوګر ولایت کې د یوه مجهز روغتون ساختماتي چارې بشپړوي.

په کابل کې د دې کمپنۍ یوه افغان استازي "محسن" ازادي رادیو ته وویل؛ دې کمپنۍ نه یوازې دا چې د لوګر ولایت د روغتون چارې یې نیمګړې پرې ایښي بلکې په یوشمیر نورو ولایتونو کې یې هم ځینې پروژې نیمګړې پاتې دي:

"شاوخوا دوه کاله کیږي چې د دې پروژې کار درېدلی؛ موږ له قراردادیانو سره په کابل کې د پاکستان سفارت ته هم ورغلو؛ شکایت مو وکړ، هغوی وویل د پاکستان حکومت کمپنۍ ته پیسې نه دي ورکړي؛ کله چې کمپنۍ پیسې ترلاسه کړي؛ د خپلو قراردادیانو حسابونه به ورکړي. مشکل تراوسه حل شوی نه دی."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايی؛ پاکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې د هوا له ښه کېدوسره به د دغه روغتون ودانولو کار پیل کړي.

په دې اړه د دې وزارت سرپرست احمدجان نعیم ازادي راډیو ته وویل:

"دوه کاله نه بلکې شاوخوا یو کال کیږي چې د دغه روغتون چارې ولاړې دي او پاکستان چارواکي د دې دلیل ناامني ګڼي؛ له دې سره سره موږ له هغوې سره تماسونه ټینګ کړي او ژمنه یې کړې چې د هوا له ښه کېدو سره به خپل کارونه پیل کړي."

د عامې روغتیا سرپرست وزیر دا هم وویل؛ د پاکستان حکومت د افغانستان د عامې روغتیا له وزارته د نهو ډاکترانو غوښتنه کړې چې پاکستان ته لاړشي او هلته په یو کورس کې؛ د دې روغتون د تجهیزاتو او وسایلو کارول زده کړي.

ښاغلی نعیم دا هم وویل، دوې له "نسپک او اریس" له کمپنیوسره تړونونه درلودل او دا چې افغان قراردادیانو ورسره کار کړی؛ په دې هکله معلومات نه لري.

په دې اړه مو په کابل کې د پاکستان له سفارت سره مسلسل تلفوني اړیکې ونیولې؛ ایمیلونه مو ورته وکړل، خو ځواب موحاصل نه نه کړ.

سربیره پردې په کابل ښار کې د رحمن بابا د لیسې د لیلیې د ودانۍ، د تورخم جلال اباد د سړک د بیارغولو او داسې نورو پروژو ژمنه د پاکستان له لورې شوې ده؛ خو خلک وايي چې اوسمهال د ټولو چارې په ټپه ودریدلي دي.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلی وو چې په افغانستان کې به په خپلو پروژو له سره غور وکړي او مالي امکانات به ورته ومومي.

دا چې پاکستان به کله په افغانستان کی خپلې پروژې بیا پیلوي دا به په راتلونکې کې معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG