د افغانستان د ولسي جرګې غړي وايي؛ تراوسه دوو کاندید وزیرانو د خپل دویم تابعیت د پرېښودو په اړه دې جرګې ته خبر ورکړی.
دوی ټینګار کوي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې باید د هغو کاندید وزیرانو پر ځای چې دوی د دوه ګوني تابعیت له امله رد کړي؛ نوي کسان ور معرفي شي.
د دې جرګې منشي انجینر سید اکرام ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه یوازې کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو ته کاندیدانو نورالحق علومي او صلاح الدین رباني د دوه ګوني تابعیت د لغوه کیدو اسناد ورسپارلي دي.
نوموړي وویل، که چیرې د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو د دویم تابعیت د پرېښودلو په اړه اسناد سم ثابت شي؛ دوی ته به اجازه ورکړل شي، ترڅو خپل پروګرامونه وړاندې کړي.
"که چېرې په دې نزدې دوه - درې ورځو کې چې د ولسي جرګې کار دوام لري؛ نوي نوماند وزیران معرفي شي؛ خو ولسي جرګه به دغو کسانو ته د تایید یا رد رایه ورکړي او کنه نو کیدای شي؛ د ولسي جرګې له پنځو اونیو رخصتیو وروسته به کاندید وزیران دې جرګې ته وپیژندل شي."
له بلې خوا په اجراییوي ریاست کې یوې منبع ویلي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید وزیر سید سادات نادري له خپل دویم تابعیت څخه تیر شوی او خپل ټول اسناد يې ولسي جرګې ته استولي دي.
د کابینې اوه کاندید وزیران د دوه ګوني تابعیت د درلودلو له وجې د تیرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د خپلو کاري پروګرامونو د تشریح کولو څخه محروم شول.
په دغو وزیرانو کې د کورنیو چارو وزارت ته کاندید نورالحق علومي؛ بهرنیو چارو وزارت ته کاندید صلاح الدین رباني؛ کار او ټولنیزو چارو وزارت ته کاندید سادات نادري، عدلي وزارت ته کاندید احمد سیر مهجور؛ د مخدرو موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت ته کاندید فیض الله کاکړ؛ ښاري پراختیا وزارت ته کاندید شاه زمان میوندي او اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته کاندیده آی سلطان خیري شامل دي.
په عین حال کې د افغان ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزي ازادي راډيو ته وویل چې په یوه مناسب وخت کې به نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته معرفي شي.
"ټول هغه نوماند وزیران چې دویم تابعیت لري او تراوسه يې انصراف نه دی کړی؛ د هغو په ځای به د افغان ولسمشر له خوا نوي کاندید وزیران ولسي جرګې ته وپيژندل شي."
ولسي جرګې په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې د دوه ګوني تابعیت لرونکي کاندید وزیر ته به د تایید رایه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابینې د غړیو معرفي کولو درې نیمې میاشتې وخت ونیوه چې د ملي وحدت حکومت چارواکو یې علت د وړو کسانو ټاکل یاد کړ.
خو یو شمیر عام خلک وايي چې افغان حکومت باید د نویو کاندید وزیرانو په معرفي کې باید په دقت کار وکړي او ولس ته مسلکي او وړ کسان وړاندې کړي.
راپور: ناجیه ساپۍ