د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۹

سراج: د ملک عبدالله مړینه به د کابل او ریاض پر اړیکو منفي اغیز ونه کړي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ملک عبدالله مړینه به د سعودي عربستان او افغانستان په اړیکو باندې منفي اغیز ونه کړي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې سعودي عربستان د افغانستان په بهرنۍ سیاست کې مهم رول لري.

ښاغلی سراج څرګندوي چې افغانستان له سعودی عربستان سره ښې اړیکې لري او دا اړیکې ساتل ورته لومړیتوب لری:

"سعودي د اسلامي نړۍ مرکز دی او همیشه موږ ښې اړیکې درلودې او په راتلونکي کې به هم ولرو؛ نو هیڅ ډول تغیر به نه راځي او همدارنګه زموږ په بهرنۍ سیاست کې سعودي عربستان مهم او اساسي رول لري."

نوي کلن ملک عبدالله بن عبدالعزیز د سږو ناروغۍ له امله د جمعې په شپه په روغتون کې وفات شو.

تردې مخکي افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې ملک عبدالله به د افغانستان د دوست په توګه د افغانانو په زړونو کې ځای ولري او پاچا عبداله تل د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړی و.

په عین حال کې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال شفیق صمیم چې د عربي هیوادونو سیاسي چارې له نږدې څاري هیله لري چې د سعودي عربستان نوی پاچا ملک سلمان د سولې د راوستو په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

"د سعودي عربستان بهرنۍ سیاست یو ثابت سیاست دی؛ نو په دې برخه کې به کوم بدلون رانه شي؛ نو موږ ډير خوشبینه یو چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز به د سولې د راوستو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي."

د عبدالله بن عبدالعزیز له مړینې وروسته ورور یې شهزاده سلمان بن عبدالعزیز د عربستان پاچا وټاکل شو.

سلمان بن عبدالعزیز هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دی به هم د سعودي عربستان موجوده بهرنی سیاست عملي کړي.

یو شمیر افغان څيړونکي هیله څرګندوي چې پاچا سلمان بن عبدالعزیز به وکولای شي؛ له افغانستان سره د سولې په برخه کې ډيرې مرستې وکړي؛ خو دوی په دی برخه کی د افغان حکومت په هلو ځلو ډیر ټینګار کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG