د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د جنرال دوستم له خوا د خپلواکې دفاع طرحه او په اړه يي غبرګونونه


د افغان د جمهور ريیس لومړي مرستیال جنرال دوستم په شمال کې د مخالفینو د ځپلو لپاره د″خپلواکې دفاع″ په نوم د یوه ځواک د جوړولو طرحه امنیت شورا ته وړاندې کړې ده.

خلک او کارپوهان وایي، د داسې ځواکونو جوړول، به ناامني نوره هم زیاته کړي.

کارپوهان وایي، که دا ځواک جوړیږي باید د دفاع یا کورنیو وزارتونو په تشکېلاتو کې شامل وي.

حکومتي چارواکې وايي، په دې طرحه تر اوسه کارنه دی شوی او که عملي کېدو ته یي تدابیر ونیول شي، د درې ګونو امنیتي ارګانونو په چوکاټ کې به وي.

د افغانستان د جمهور ريیس د دوهم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له خوا د خپلواکې دفاع په نوم د یوه ځواک د جوړولو د طرحې په هکله، خلک او کارپوهان مختلف نظریات لري.

جنرال دوستم په دې وروستیو کې د افغانستان د امنیت شورا ته یوه طرحه وړاندې کړې چې په شمال کې به د مخالفینو ځپلو ته د زرګونو جنګیالیو یو ځواک جوړ کړي.

ځیني کابل ښاریان وايي، که په شمال کې د مخالفینو د ځپلو لپاره د یو اضافي ځواک جوړیدل په پام کې وي، نو دا ځواک باید په قانوني ډول د هېواد د درې ګونو امینتي ځواکونو په تشکېل کې دننه جوړ شي.

د کابل ښاریوه اوسیدونکې شاه ولي سالارزي په دې اړه ازادۍ رادیوته وویل:

″که د هېواد امنیتي ځواکونه پیاوړي کېږي دا د هېواد په ګټه ده خوکه نوي افراد د اردو او پولیسو په لیکو کې شاملیږي باید د ملیشو په شکل نه وي، بلکې دا افراد باید په مرکز او ولایتونو کې د جلب جذب د ادارو له لارې په قانوني توګه جذب شي، ځکه چې له ملیشو څخه په هېواد کې خلک ښې خاطرې نه لري او داسې نه شي چې ناامني نوره هم زیاته کړي.″

دی په دې نظر دی چې د امینتي ځواکونو ترمنځ هم اهنګي، د امنیتي ځواکونو د دسپلین مراعاتول او د پلان شویو عملیاتو واحده قومانده کولای شي چې د مخالفینو حملې شنډې کړي.

ځیني د پاخه عمرخلک چې په یو زرو درې سوه اوه پنځم لمریزکال کې يې په هېواد کې د شوروي پلوه حکومت جوړیدل لیدلي وايي چې، د وخت حکومت د اردو، پولیسو او امینت ترڅنګ د لسګونو زرو کسانو په جذبولو، د قومي غوڼدونو او ملیشو په نامه یو شمېر وسله والې ډلې جوړې کړې.

دوې وايي، دې وسله والو د حکومت له حاکمیته دفاع کوله، خو ترڅنګ يې په کابل او ګڼو نورو ولایتونو کې په مختلفو بهانو، د وسلو په زور خلک ځورولي، کورونه یي لوټ کړي، له سوداګرو يې پیسې اخیستي او ان په ځینو ځایونو کې يې د ښځو او نجونو بې پتي هم کړې ده.

دوې دا هم وايي، دا ملیشې او قومي غونډو نه د هېواد په مختلفو سیمو کې دومره خواره واره ځای پرځای شول چې دغه خپل سري کړه وړه یې تر ډیره حده د مرکزي او سیمه ییزو چارو له نظره پټ پاتې کېدل.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکې عبدالبصیر د ملي یووالي له حکومته وغوښتل چې، دغه جنګونو ځپلي او قرباني شوي خلک دې یو ځل بیا د خپلسرو وسله والو ملیشو او قومي غونډونو په لومه کې نه ایساروي.ده ازادۍ رادیوته وویل:

″خلک خو تر اوسه د پخوانیو ملیشو له لاسه په عذاب دي، دا خو د سره وسلې چې توزیع شوي او خود سره قوماندانان چې مقرر شوي، د خلکو د بربادۍ سبب شوي دي.

په هغه وخت کې همدغو خپلسرو قوتونو بې اتفاقۍ رامنځته کړې چې تر اوسه دوام لري، موږنه غواړو چې خلک دې بیا هم له دې ملیشو سره مخامخ شي.″

د افغانستان تاریخ وايي، چې په دې هېواد کې د شوروي پلوه حکومت د وروستي جمهور رییس ډاکټر نجیب اله په دوره کې دغه ملیشې او قومي غونډونه تر ډيره حده د هېواد په شمالي، جنوبي، جنوب غربي، ختیځو او ځینو نورو ولایتونو کې جوړ شول او جنرال عبدالرشید دوستم یو له هغو مهمو قوماندانو څخه و چې په شمال کې یې له لسګونو زرګونو وسله والو څخه جوړه یوه ځواکمنه ملیشه تنظیم کړې وه.

د راپورونو له مخې د دې لسګونو زرو قومي ملیشو او قومي غونډونو وسله، اعاشه او اباطه او داسې نور ضرورتونه د مرکزي حکومت له خوا تمویلیدل.

په افغانستان کې د وسله والو ملیشو او قومي غونډو تاریخ دومره اوږد نه دی بلکې ډیرداسې خلک شته چې د یادو پیښو عیني شاهدان او اوس هم ژوندي دي او اکثره يې د دې ډول ملیشو له جوړولو سره مخالف دي.

د پوځي چاروپوهان وايي، د ډاکټرنجیب په وخت کې دا ملیشې او قومونه غونډونه دومره قوي او خپلسري شول چې کنټرول يې د ډاکټر نجیب د واکمنئ په وروسیتو کې د مرکزي حکومت له واکه ووت.

د دې کارپوهانو له جملې نه پخوانی جنرال عتیق اله امرخيل وايي، قومي ملیشو په هېواد کې مثبته نیتجه نه ده ورکړې، دی تاکېد کوي چې حکومت دې د دې ناکامې تجربې تکرارولو ته زړه نه ښه کوي:

″اوس ټوپک سالاري او ملیشه سالاري ختمه ده، موږ اردو، پولیس او ملي امنیت لرو، د ملیشې جوړولو ته ضرورت نشته، دا ځواکونه دې قوي کړاې شي، ملیشې د خلکو او قومونو ترمنځ د اختلاف سبب کېږي او ډیر خلک به مجبور شي چې له مخالفینو سره یوځای او جنګ به نوې بڼه غوره کړي.″

ښاغلی امرخیل وايي، کومه بودجه چې ملیشو ته ځانګړې کېږي، هغه دې د موجوده درې ګونو امنیتي ځواکونو روزلو او تجهیزولو ته ځانکړې شي.

سربیره پر دې په تازه شپو ورځو کې د افغانستان د د فاع وزارت د ځمکنیو ځواکونو قوماندان جنرال مراد علي مراد له رسنیو سره په خبرو کې د اضافي ځواکونو له جوړولو سره مخالفت ښودلی دی.

سربیره پردې د والسټریټ ژورنال د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې جنرال دوستم غواړي د شمال په څو ولایتونو کې خپل نفوذ پراخ کړي.

ورځپاڼه د جنرال دوستم د ویاند احمد فرهمند له قوله زیاتوي چې جنرال دوستم د شل زروکسانو په شمېرد یو نوي ځواک د جوړولو لپاره د د فاع له وزارته د یاد ځواک د تمویل غوښتنه کړې ده.

د والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په راپور کې دا هم راغلي چې جنرال دوستم په غیر رسمي ډول د جوزجان، سرپل، فاریاب او تخار د ولایتونو له قوماندانانو سره تماسونه ټینګ کړي دي.

ورځپاڼې بل ځای د جمهور ريیس اشرف غني د ویاند نظیف اله سالارزي په حواله لیکلي چې، د دې ځواک له جوړیدو سره به افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شي.

په دې اړه د جمهوري ریاست یوه چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، ازادۍ رادیو ته ویلي چې، د اضافي ځواکونو د جوړولو په دې طرحه تر اوسه هیڅ کار نه دی شوی او که جوړیدو ته یې اقدام وشي، هغه به قانوني او د امینتي ځواکونو د ارګانونو په چوکاټ کې به وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې خلک وايي، په هېواد کې د شوروي پلوه حکومت او د خلکو ترمنځ د اختلاف یوعامل، د همدغو وسله والو ملیشو خپلسري اعمال وو.

څه موده وړاندې د ولسمشرلومړي مرستیال ته نږدې سرچېنو وویل، چې د ملیشو د جوړیدو پریکړه به د ملي امنیت شورا له تایید وروسته کوي او په دې اړه به له حکومت سره په همغږۍ کې مخکې ځي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG