نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د نوې کابینې لپاره د نومول شویو وزیرانو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
د نیویارک ټایمزپه دې مقاله د افغانستان د کابیني د تشکلیل پروسه د بزکشۍ له لوبې سره تشبیه شوې ده.
ورځپاڼه وايي، د ولسمشراشرف غني له خوا د نومول شوي وزیرانوله ډلې څخه یو تن يې د نړېوالو پولیسو یا انټرپول تر تعقیب لاندې دی او یو بل يې ویلي چې کافي پیسې نه لري تر څو د اعتماد د رایي د ترلاسه لپاره يې د بډې په توګه د پارلمان غړو ته ورکړي.
نیویارک ټایمزته د افغانستان د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست ویلي د ښاري پراختیا د وزارت لپاره نومول شوي وزیرد کلیو د پراختیا په برخه کې زده کړه کړې ده او د کلیو د پراختیا لپاره نومول شوي وزیربیا د ښاري پراختیا په چاروکې زده کړې کړي دي.
ورځپاڼې د رمضان بشر دوست له قولي لیکلي چې د نوي کابیني د تشکیل پروسه د جمهوري ریاست لپاره د بزکشۍ په یوې بلې لوبې بدله شوې ده.
د افغانستان د څیړنې او ارزونې د ادارې مشرنادر نادري بیا نیویارک ټایمزته په خپلو څرګندونو کې ویلي که پارلمان يې تائید کړي او اسناد يې وڅیړل شي نو د ولسمشرغني او د اجرائیوي مشر عبدالله له خوا نومول شوي کابینه به د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو غوره کابینه وي.
والسټریټ ژورنال:
والسټریټ ژورنال ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې یو لوړ رتبه افغان چارواکی د خپل شخصي ځواک د پراخولو په فکرکې دی.
ورځپاڼه لیکي:
د افغانستان د جمهوري ریاست مرستیال او پخوانۍ جنګسالار عبدالرشید دوستم غواړي چې د هېواد په شمال کې خپل نفوذ پراخ کړي.
والسټریت ژورنال ورځپاڼې لیکلي عبد الرشید دوستم هڅه کوي چې د افغانستان په شمال کې ځان ته وفاداره وسله وال ځواک پیاوړی کړي.
خو ورځپاڼې ته د دوستم ویاند احمد فرهمند ویلي د ولسمشر لومړي مرستیال له دفاع وزارته د یوه شل زره کسیزه ځواک د تمویل غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، دا وسله وال به نه یوازې د افغانستان په شمال بلکې په ټول هېواد کې ځای پرځای شي او دوستم دا پلان د ملي امنیت له شورا سره هم شریک کړی دی.
په همدې حال کې والستریت ژورنال د یوه بهرني چارواکي په حواله لیکلي چې عبد الرشید دوستم په غیررسمي ډول د جوزجان، سرپل، فاریاب او تخار ولایتونو له قومندانانو سره تماسونه ټینګ کړي دي.
دغه بهرني مقام چې نوم يې نه دی ذکر شوی والستریت ژورنال ته ویلي دا تماسونه هغه مهال نیول شوي کله چې ولسمشر غني په بهرنیو سفرونو بوخت و.
ورځپاڼه د افغان او بهرنیو مقاماتو په حواله وايي، که چیرته دوستم د دې ځواک په جوړولو کې بریالی شي نو دا به یو خطرناک او غیرسابقه وضیعت ته لاره هواره کړي.
خو د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزي والستریت ژورنال ته ویلي عبد الرشید دوستم د یوه جلا پوځي ځواک د جوړولو پیشنهاد کړی چې د سالارزي په خبره په جوړیدو سره به يې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شي.