د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

چارواکي: ولسمشربه د ۷رد شوو کاندید وزیرانو په اړه خپل دريځ روښانه کړي


ولسې جرګې اووه کاندید وزیران رد کړل او د هغوی اسناد یې له قانون سره سم ونه ګڼل، خو یو شمېرحکومتي چارواکي هیلمن دي چې له ولسي جرګې سره به ښایي په دې برخه کې کومې موافقې ته ورسیږي.

خو بل لور ته قاونپوهان وایي چې په دې برخه کې د ولسي جرګې مصوبه واضح ده او جوړجاړی له قانون څخه سرغړونه ده.

د افغانستان د حکومت دننه یو شمېرچارواکي په دې باوردي چې کله ولسمشراشرف غني له ترکمنستانه بیرته راوګرځید نو د اوو نوماندو وزیرانو په اړه به خپل دريځ روښانه کړي.

نورالحق علومي د کورنیو چارو، صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو، احمد سیر مهجورعدلې وزیر، سید سعادت منصورنادري د کار او ټولنیزو چارو وزیر، شاه زمان میوندي د ښار جوړونې وزیر، ای سلطان خیري د اطلاعات او فرهنګ وزیره او فیض اله کاکړله مخدرموادو سره د مبارزې لپاره نومول شوي وزیران تیره ورځ د ولسي جرګې له لوري د دې لپاره رد شول چې د افغان ترڅنګ بهرنی تابیعت لري او یا یې د بهرني تابعت د لغوه کیدو هڅې پیل کړي دي خو تراوسه بهرنی تابیعت نه دی تر اخیستل شوی.

په فرهنګي او اجتماعي چارو کې د اجرایي رییس جګپوړی سلاکارسید اقا فاضل سانچارکي وایي چې د دغو اوو کاندید وزیرانو په اړه به یا له ولسي جرګې سره یوه تفاهم وشي او یا به د ولسمشر د ترکمنستان له سفر وروسته پریکړه وشي چې نور کسان معرفي شي:

″طبیعي خبره ده چې په دې برخه کې به بحث وشي او څیړنه به وشي.

که چیرته ولسي جرګه پرخپلې مصوبې ټینګار کوي، نو یا به له پارلمان سره تفاهم کیږي او یا به نوي وزیران معرفي کیږي، خو لا وختی دی چې په دې باره کې پریکړه وشي او چې کله ولسمشر له سفره راوګرځید لازمه پریکړه به شي.″

ولسمشراشرف غني تیره ورځ د دوه ورځني سفر په مخه ترکمنستان ته ولاړ.

ولسي جرګې پریکړه کړې ده چې هیڅ وزیرنه شي کولی چې دوه تابعته ولري او له ولسي جرګې د اعتماد راییه واخلي.

ولسي جرګې چې کله نژدې میاشت مخکې د دوه تابعت لرونکي کاندید وزیرپه اړه کومه مصوبه په اکثریت ومنله، هغه وخت یې وویل چې د دوه ګوني تابعت لرونکي وزیرکه چیرته له قانون څخه سرغړونه کړي، عدلي تعقیب یې ګرانه دی دوی په دې برخه کې د افغانستان بانک د پخواني رییس عبدالقدیر فطرت او د حج او اوقافو د پخواني وزیر صدیق چکري مثالونه ورکړل چې د اختلاس تورونه پرې پورې شول او دوی هغو هیوادو چې تابعت یې درلود پناه یووړه او له عدلي تعقیبه خوندي شول.

XS
SM
MD
LG