د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

جواد ظریف افغانستان ته د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف افغانستان ته د خپلو هر اړخیزو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

که څه هم له افغانستان سره د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان همکارۍ ته تل د شک په سترګه کتل کیږي؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته د صادقانه همکاریو ډاډ ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د سه شنبې په ورځ کابل ته راغلی دی؛ وویل، چې هیواد یې له افغانستان سره د امنیت د ټینګښت او له ترویزم او نشه یي موادو سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي.

ښاغلي ظریف له اجرایي رییس عبدالله عبدالله سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې له افغانستان سره به یې همکارۍ او ژمنې دوامداره وي:

"د ایران اسلامي جمهوریت له کلونو - کلونو راهیسې په سیمه کې د سوکالۍ او ثبات د شرایطو د برابرولو او دغه راز د تاوتریخوالي او افراطیت د له منځه وړلو طرفدار و؛ ایران خپلو دې هڅو ته دوام ورکړی او دغه هڅې به یې له ځنډ پرته دوام پیدا کړي؛ موږ د امنیت، بیارغوونې او تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د خلکو ملګري یو."

جواد ظریف وویل چې د نړیوالې ټولنې له موجودیت سره سره په تېرو څو کلونو کې د سیمې وضعیت ښه نه شو او زیاته یې کړه چې دوی تل د بهرنیو ځواکونو د حضور په اړه اندیښنې له افغان حکومت سره شریکې کړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې په سیمه کې د نشه یي موادو کښت؛ تولید او قاچاق د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او د سیمې امنیت یې ګډوډ کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مخکې نه په اعلان شوي سفر کابل ته راغلی او له نورو موضوعاتو سربیره یې له افغان چاروکو سره په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په هواري هم خبرې وکړې.

د افغان حکومت اجرایي رییس عبدالله عبدالله هم ایران د افغانستان یو ښه ملګری یاد کړ او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان او ایران ګډې همکارۍ ته جدي اړتیا شته:

افغانستان اوس یوه نوي پړاو ته رسیدلی؛ له یوه لوري د بهرنیو ځواکونو حضور کمیږي او له بل لوري زموږ سیمه له ګواښونو سره مخ ده؛ د داعش مساله چې اوس په نړیوالې موضوع بدله شوې؛ د دې اړتیا پیښوي چې دواړه هیوادونو ترمنځ جدي همکاري وشي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې کابل ته راغلی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ولسمشر اشرف غني هم هغه هیواد ته سفر وکړي او له تهران سره د اړیکو د پیاوړتیا تړون لاسلیک کړي.

ایران له دې وړاندې هم افغانستان ته د همکارۍ ورته ژمنې ورکړي؛ خو د څیړونکو په باور تراوسه یې په هغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو حل او له ترویزم سره په مبارزه کې صادقانه اقدام نه دی کړی.

دوی وايي، حکومت باید په خپلو نیکو اړیکو سره ایراني چارواکي دې ته چمتو کړي چې له افغانستان سره د زړه له کومې همکاري وکړي او نور په هغه هیواد کې میشت کډوال و نه ځوروي.

راپور: اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG