د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

د ځوانانو معینیت، ځوانانو ته لومړنۍ ملي پالیسي معرفي کړه


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معینیت د ځوانانو د ستونزو حل ته لومړنۍ ملي پالیسي پرانستله.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وایي، چې د ځوانانو د ملي پالیسي په عملي کېدو سره به تر راتلونکو پنځوکلونو پورې د ځوانانو شااوخوا څلویښت فیصده ستونزې راکمې شي.

د دې وزارت د ځوانانو د چارو معین تیمورشاه اسحق زي وایي، چې په دې نوي پالیسې کې د ځوانانو ډیرې ستونزې لکه بې کاري، په مخدره موادو روږدي کېدل، روغتیا او نورې برخې مشخصې او ورته د حل لارې هم وړاندې شوي دي.

ښاغلی اسحق زی وایي، د دې پالیسي له تطبیق سره د ځوانانو شته ډيرې ستونزې حلیږي او تریوه حده د هېواد له ثبات سره هم مرسته کولای شي:

″زه هیله مند یم چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ځوانانو ډيرې ستونزې په اسانه حل شوي وې که زه ووایم چې ټولې ستونزې نو فکر کوم مبالغه کېږي خو دا ویلای شم چې د پالیسۍ له مخې که څلویښت فیصده بدلون راولو دا به لویه لاسته راوړنه وي.″

د افغانستان د ځوانانو چارو معینیت وایي، په دې پالیسي کې د ځوانانو لپاره څلورعمده ساحې لکه د ځوانانو مشغولتیا، د هغوی روغتیا، ورته مسلکي او تخنیکي زده کړې او په هره برخه کې د ځوانانو ګډون په پام کې نیول شوی دي.

د ځوانانو چارو د معینیت چارواکي وایې چې دوی په دې برخه کې له سکتوري وزارتونو سره درې کاله کارکړی ترڅو دا طرحه جامع او په حقیقت کې تطبیقدونکي وي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره په فرهنګي او تعلیمي چاروکې د ملګروملتونو استازی مارک باوډن د ځوانانو لپاره دا پالیسي مهمه ګڼي او وایې ملګري ملتونه به یې په عملي کېدو کې مرسته وکړي.

خو ځوانان بیا وایي، د ستونزو هواري ته یې پخوا هم ورته ژمنې شوي، خو شکایت کوي، چې ورته حل لارې یوازې د کاغذ پرمخ پاته شوي او عملي شوي نه دي.

د افغان ځوانانو د شبکې مشر نوید کاووسي وایي، دا پالیسي باید داسې تطبیق شي چې د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه هم برابرکړي:

″موږ بیا هم داسې وایو چې دا پالیسي هم ستونزې لري ترڅو چې موږ ټول په هغې کارونه کړو او سمه یې تطبیق نه کړو کله هم موږ په خپلو ستونزو کې نه شو کامیابیدای.

د ځوانانو له معینیته مو غوښتنه دا ده چې دې ته د پروژې په سترګه ونه ګوري بلکې کوښښ دې وکړي چې خدمات عرضه او د ځوانانو لپاره کار پیدا کړي.″

د ځوانانو چارو معینیت د معلوماتوله مخې دا مهال څلورمیلیونه ځوانان له بې کاریه ځوریږي او تر یو میلیون نورافغان ځوانان بیا په نشه یي توکو روږدي دي.

افغان کارپوهان په دې باوردي، چې د حکومت دا تګ لاره چې تراوسه یې د ځوانانو لپاره ځانګړي پالیسي نه درلوده، د دې سبب شوی چې ډير ځوانان نشه یي توکو، غلاوو او نورو جنایتونو ته مخه کړې.

دوی وایي، د نوي پالیسي تطبیق په دې شرایطو مهم دی چې د ځوانانو د کاري بوختیاوو سره مرسته وکړي او پرحکومت به د ځوانانو باور زیات شي.

XS
SM
MD
LG