د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

"هغه بندیان چې د بند موده یې پوره شوې وي باید ژر خوشې شي"


د بندیانو د ډیرو اعتصابونو او شکایتونو وروسته بلاخره د دوی د کورنیو غړو او خپلوانو له حکومته جدي غوښتنه وکړه چې د بندیانو وضعیت ته پاملرنه ډيره کړي.

د کابل د پلچرخي زندان په نظامي بلاک کې د بندیانو لسګونه خپل خپلوان د شنبې په ورځ په حضوري چمن کې سره راغونډ شوي وو او شکایت یې کاوه چې د دوی د بندیانو د بند قانوني مودې یې پوره شوي؛ خو لا هم له بنده نه دي ازاد شوي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي، د دغو کسانو د خلاصون لپاره جدي اقدامات وکړي؛ کوم چې د میاشتو میاشتو راهیسې په ناقانونه ډول لا هم په زندانونو کې بې سرنوشته پراته دي.

د وراره د خوشې کېدو لپاره له ننګرهاره راغلي سپین ګیري "غني خان" ازادي راډیو ته وویل؛ د وراره د بند له مودې یې درې اضافه میاشتې تیریږي؛ خو لا یې هم د خوشې کېدو په اړه څه نه شي ویلای.

"وراره مې امین الله نومیږي، څه کم څلور کاله یې په بند کې تیر کړل؛ دوه درې میاشتې کیږي چې د خوشې کېدو وروستی مکتوب یې راغلی؛ خو نه یې خوشې کوي؛ غوښتنه مو دا ده چې داسې کسان ژر خوشې کړي."

د پکتیا ولایت څخه راغلی محمد اجمل ازادي راډیو ته وویل؛ د بندیانو د خوشې کېدو دوسیې یې یوه میاشت مخکې بشپړې شوي؛ خو چارواکي یې لا هم د خوشې کېدو په اړه عملي کار نه کوي:

"څلور اونۍ مخکې یې زموږ بندیانو ته ویلي چې ستاسې دوسیې بشپړې شوي او خلاصیږي دا چې تر اوسه دوی ولې نه دي خوشې شوي؛ نه پوهیږو، خو ورته ځوریږو."

د بندیانو د خپلو خپلوانو ور ها خوا خپله د پلچرخي زندان بندیانو هم په څو ځلي اعتصابونه کړي چې په وخت نه خوشي کیږي او یایې هم دوسیې په عادلانه ډول نه څیړل کیږي.

د پلچرخي په زندان کې چې دا مهال شاوخوا اته زره کسان بندیان دي؛ له دې شمېرې څخه یې د اته سوه بندیانو دوسيې څیړل شوي او چارواکي وایي چې په لسګونو بندیان یې د دوسیو له بشپړېدو وروسته چې د خوشې کېدو وړ وو؛ خوشې کړي دي.

د دې زندان مرستیال عبدالواحد نورګلي د شنبې په ورځ ازادی راډيو ته وویل؛ د دوی سره داسې بندیان نشته چې دوسیې یې بشپړې شوي وي؛ خو لا هم په زندان کې وي.

نوموړی وایي، د جمهوري ریاست له خوا د تقویتي دایمي کمیسیون په نوم د ټاکل شوي پلاوي له خوا کار په چټکۍ سره روان دی او ممکن تر راتلونکي یوې میاشتې ډ ټولو بندیانو دوسې بندې او ‌ډیر یې ازاد شي:

"هر یو بندي غواړي چې کور ته ولاړ شي؛ خو دوسیې یې باید وڅیړل شي. داسې موږ نه دي کړي چې ځینو ته مو پاملرنه کړي وي او ځينو ته نه. د خوشې کېدو لړۍ راونه ده او دوسيې څيړل کیږي؛ په یوه میاشت کې به اکثره دوسیې خلاصې شي؛ ټاکل شوی کمیسیون داسې نه کوي چې مستقیم د خوشې کېدو حکم وکړي؛ بلکې دا څیړنه غواړي او هره ورځ پرې کار کیږي."

جمهور رییس اشرف غني د کار د پیل په لومړیو ورځو کې د پل چرخي زندان ته ولاړ او د زندانیانو سره یې له نزدې ولیدل او د عدالت د پلي کېدو ډاډ یې ورکړ.

د پلچرخي په زندان کې د بندیانو کورنۍ او بندیان په داسې حال کې د قانون ماتونې په اړه بیا بیا اعتراض کوي چې جمهور رییس اشرف غني بندیانو ته ژمنه ورکړې وه چې د بې سرنوشته بندیانو سرنوشت به ډير ژر معلوم شي.

XS
SM
MD
LG