د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

"يا به طالبان وي، يا به پاکستان وي"


د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور او د دې ايالت د بېلابېلو سيمو يو شمېر مدني فعالانو؛ د ١٢\١٦ ايکشن فورم او د پښتونخوا امن تحريک غړيو پر يوه ښوونځي د وسله والو پاکستاني طالبانو د خونړي بريد د يوې مياشتې پوره کېدو په مناسبت په پېښور کې يو احتجاجي لاريون وکړ؛ په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې د ښوونځي د ماشومانو وژونکي ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

پاکستاني طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د زده کوونکو په ګډون لږ تر لږه ١٥٠ کسان ووژل شول او تر ١٠٠ زيات ټپيان شول.

د پېښور ښار او د خيبر پښتونخوا د بېلابېلو سيمو د مدني ټولنو فعالانو او همداراز د ١٢\١٦ د ايکشن فورم لسګونه غړي د جمعې په ورځ د همدې پېښې په غبرګون کې د پېښور پرېس کلب مخې ته راغونډ شوي وو او د حکومت، طالبانو او په پاکستان و سيمې کې يې د روانې ترهګرۍ پر ضد شعارونه ورکول او پر بنرونو یې لیکلي وو؛ "یا به طالبان وي او یابه پاکستان".

دوى د خيبر پښتونخوا پر ايالتي او همداراز د پاکستان پر مرکزي حکومت غږ وکړ چې د ترورېزم او ترورېستانو د له منځه وړلو لپاره دې اوس جدي ګامونه پورته کړي او له هغوى سره دې همدردۍ ته د پاى ټکى کېږدي.

د پېښور د يوې مدني ټولنې فعالې په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" موږ دا نه هېرول غواړو؛ موږ نه غواړو چې خلکو نه دا هېر شي او يو معمولي د دهشتګرۍ واقع وګڼل شي. موږ غواړو چې هر ١٦ تاريخ ته خلک راغونډ شي او ترڅو پورې چې د دغو ماشومانو د وژنې بدله وانخيستلى شي؛ نو موږ به په ارامه کښېننو."

دغو احتجاج کوونکيو د پاکستان پر پوځي او استخباراتي ادارو هم نيوکې کولې چې د ترورېزم په ضد جګړه کې له دوه مخۍ کار اخلي او پاکستاني ولس او نړۍ ته دهوکه ورکوي.

د ١٢\١٦ ايکشن فارم د ټولنې يوه غړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" موږه د حکومت نه دا خواست دى چې بس کړئ دا پرېږدئ، ځکه چې زموږ موجوده ليډرشب ناکامه دى او اوس زموږ عام ولس راوتى دى او ولس دا غواړي چې دا دهشتګري دې نوره ختمه کړي. که دا څه ډرامې وي، دا ډرامې دې ختمې کړي، ځکه چې خلک اوس په دې هر څۀ پوه دي."

د دې ټولنې يوه بل غړي شهاب خټک احتجاج کوونکيو ته په خپلې وينا کې وويل چې دوى به د خپلو اولاودونو ژوند خوندي کولو لپاره له هېڅ ډول مقاومته لاس وانخلي او تر وروستۍ سلګۍ به د تررېزم پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي:

" موږ د خپلو حقوقو لپاره باقاعده مزاحمت کوو. دوی ته ويل غواړو چې دا زموږه نننۍ مظاهره ده؛ دغسې به د جنورۍ په ٢٥مه د ماشومانو د څلوېښتۍ په مناسبت هم زموږه مظاهره وي؛ د هغې نه بس به بيا مظاهره وي. که تاسو دغه دوغله پن [دوه مخي] دغه د رياستي ادارو غلط استعمال د دغه دهشتګرۍ لپاره چې تاسو کوم مرسته کوئ او زموږ اسټبلشمنټ چې کوم ټول عمر د دې پالنه کړې ده؛ اوس به نور موږ تاسو ته د دې اجازت هېڅکله نه درکوو.

که زموږ د پښتونخوا د اوسېدونکيو په دې کې اوس سرونه قلم کېږي؛ که جېلونو ته ځي او که څوک يې وژني؛ بس نور، د ويرې وختونه تېر شوي دي او موږ له خپلو حقوقو نه تيرېږو."

د يادونې وړ ده چې د دغې احتجاجي لاريون ګډونوالو په پاى کې د خيبر پښتونخوا له حکومته وغوښتل چې په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د وژل شويو زده کوونکيو په ياد عامه کتابتونونه جوړ کړي او د ځينو ښوونځيو نومونه دې د هغوى په نامه ونوموي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG