د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

امان: افغانستان به هیڅکله هم د مخالفینو پر خوندي ځای بدل نه شي


د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان
د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان

افغان امنیتي چارواکو د امریکا د لوی درستیز هغه څرګندونې بې اساسه وبللې چې ویلې وو: "له امکانه لیرې نه ده چې افغانستان به له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته د تروریستانوپه ځاله بدل نه شي."

افغان امنیتي چارواکي وايي، په وروستیو څو میاشتو کې افغان ځواکونه وښوده چې د بهرنیو ځواکونو له مرستو پرته هم کولی شي چې د وسله والو مخالفنیو پرضد په سلګونو بریالي عملیات ترسره او د هغوی هرډول حملو ته ځواب ووايي.

افغان چارواکي وايي، له کومې ورځې راهیسې چې امنیتي مسوولیتونه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل شوي؛ دا ځواکونه توانیدلي چې د خاورې له تمامیت او د قانون له حاکمیت څخه دفاع وکړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان د سه شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې د امریکا د لوی درستیز اندیښنه پر ځای ونه بلله او ډاډ یې ورکړ چې افغانستان به هیڅکله هم د مخالفینو پر خوندي ځای بدل نه شي.

"موږ تراوسه د هیواد په کچه ښې لاسته راوړنې لرو؛ ټولې سیمې مو خوندي دي، له مخالفینو سره په مبارزه کې بریالی یو؛ خپل پلانونه عملی کوو؛ په راتلونکې کې هم هیله مند یو چې وړتیا مولازیاته او د خلکو مرستې جلب کړو."

په دې وروستیو کې د امریکا لوی درستیز مارټین ډیمپسي د فاکس نیوز رسنۍ ته ویلې چې داسې خوشبیني نشته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته دې؛ دا هیواد یوځل بیا د تروریستانو په ځالوبدل نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جنرال ډیمپسي له څرګندونو څو ورځې مخکې د امریکا د متحدو ایالاتو جمهور ريیس اوباما په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي ماموریت د پای ته رسیدو د اعلام پرمهال ویلي چې افغانستان به د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته بیا د مخالفینو په ځالو بدل نه شي.

خو مارتین ډیمپسي د امریکا د ولسمشر بارک اوباما په هغه پلان هم انتقاد کړی چې له افغانستانه د ځواکونو د ویستلو په اړه جوړ شوی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش هم د امریکا د لوی درستیز اندیښنې پر ځای نه ګڼي او وایي، چې د افغان ځواکونو وړتیا له پخوا نه زیاته شوې ده.

افغان کارپوهان په اوسنیو شرايطو کې د هیواد د امنیتي ځواکونو کمییت او کیفت د پرمختګ په حال کې ګڼي؛ خو وايي چې دا ځواکونه اوس هم په بشپړه توګه تجهیز شوي نه دي او په مسلکي چارو کې یې ځینې نیمګړتیاوې لیدل کیږي.

د امنیتي او سیاسي چارو پوه جاوید کوهستاني ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت د مخالفینو وروستیو مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو ته په کتوسره په کار ده چې د امنیتي ځواکونه له شرايطو سره سم تجهیز او پیاوړي شي :

"په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغان ځواکونو ظرفیت او وړتیا زیاته شوې ده او کولی شي، د افغانستان له حاکمیت څخه دفاع وکړي؛ اوس بشپړ تجهیزات او بشپره مسلکي روزنه نه لري. که دا نیمګړتیایې پوره امنتیي شي؛ ځواکونه به له اندیښنو ووځي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې له شااوخوا دوه اونیو راهيسې د ټول هیواد امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي.

څیړونکي وایي، د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته سولې او ثبات ته هیلې زیاتې دي؛ ځکه د دوی په خبره طالبانو او د حکومت نورو وسله والو مخالفینو ته د جګړې د دوام کومه پلمه نا پاته کیږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG