د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

میرکل: اسلام په جرمني پورې تړلی دی


د جرمني ښي اړخي غورځنګ PEGIDA چې په لویدیځ کې د اسلام د خپروېدو ضد یا وطندوسته اروپایان نومیږي؛ د دوشنبې په ورځ یې په ختیځ ښار "دریزدین او نورو ښارونو کې مظاهرې تنظیم کړې وې او د جرمن چارواکو دا غوښتنه یې رد کړه چې د پاریس د تروریستي حملو له قربانیانو سره د پیستون په نامه دې د اسلام ضد مظاهرې او لاریونونه نه کوي.

د جرمني عدلیه وزیر "هایکو ماس" د یکشنبې په ورځ له پیګیدا څخه په ټینګه غوښتي وو چې مظاهرې دې لغوه کړي او دوی هیڅ حق نه لري چې د پاریس د تروریستي حملو له قربانیانو سره د پیستون په نامه د مسلمانانو پرضد د خلکو کرکه او نفرت راوپاروي.

مظاهره کوونکو د جرمني ملي بیرغونه له ځان سره وړل او شعارونه یي ورکول چې: "موږ خلک یو".

په دریزدین ښار کې ځینو لاریون کوونکو په سرونو کې تورې پټۍ تړلې وې او شعارونه یې له ځانه سره وړل چې پرې لیکل شوي وو: "زه شارلي یم". په پاریس ښار کې د شارلي ابدو مجلې پر دفتر باندې د حملې له قربانیانو سره یي پیوستون ښکاره کاوه.

له بلي خوا، د جرمني په نورو ښارونو کې د پیګیدا یا اسلام ضد لاریون کوونکو څخه د مسلمانانو د ملاتړ کوونکو شمېر څو برابره زیات و.

د برلین پولیس وایي، په دې ښار کې د پیګیدا شاوخوا څلور سویو ملاتړو لاریون وکړ او د مسلمانانو په ملاتړ د لاریون کوونکو شمیر شاوخوا څلورو زرو ته رسېده.

په مونشن ښار کې د پیګیدا پرضد شاوخوا شل زره کسان لارو کوڅو ته وتلي وو؛ په داسې حال کې چې د دغه اسلام ضد غورځنګ د پلویانو شمیر پنځلس سوه ښودل شوی دی.

له بلې خوا د جرمنې صدراعظمه انګیلا میرکل او د کابیني زیات شمیر غړی به نن له مسلمانانو سره په برلین کې د دیني زغم په ستر لاریون کې ګډون وکړي.

انګیلا میرکل د دوشنبې په ورځ وویل، اسلام په جرمني پورې تړلی دی. دې خبرې د پیګیدا اسلام ضد غورځنګ تانګې سست کړل او لاریونونو یې پر خلکو زیات اغیز ونه کړ.

پیګیډا غورځنګ د اکتوبر میاشتې راهیسې په دریزدن او نورو ښارونو کې د مسلمانانو پرضد مظاهرې کوي او په دریزدین ښار کې په اوونۍ کې شاوخوا تلس زره کسان ورته راټولیږي.

د دوی په مقابل کې د جنورۍ په لسمه په دریزدین ښار کې له اسلام او بهرنیانو څخه د وېرې ضد لاریون کوونکو شمیر ۳۵ زرو ته رسیدلی و.

XS
SM
MD
LG