د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کري چې دا مهال د پاکستان په پايتخت اسلام ابادکې دى؛ د دې هېواد له يو شمېر جګپوړو چارواکيو سره ليدلي او په دوه اړخيزو اړيکيو سربېره يې ورسره د سيمې پر عمومي وضعيت او يو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير چې د دوشنبې په ورځ په يوه دوه ورځني سفر پاکستان ته راغلى؛ پر همدې ورځ ناوخته د پاکستان له صدراعظم نواز شريف سره وليدل او د دواړو هېوادونو په خپلمنځي اړيکيو؛ د ترورېزم ضد جګړې او يو لړ نورو موضوعاتو يې بحث وکړ.
د پاکستان د دولتي تلويزيون د راپور له مخې؛ جان کري له نواز شريف سره په ليدنه کې وويل چې ترورېزم د پاکستان و امريکا ګډ دښمن دى او د دې له منځه وړلو لپاره به له پاکستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوازشريف په ليدنه کې امريکا د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ مهمه برخه بللې او همداشان يې د ترورېزم پرضد خپل موقف تکرار کړ او ويې ويل چې حکومت يې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاه ملي تګلاره جوړه کړې ده چې له مخې به يې د پاکستان په خاوره کې ټولو ترهګرو او هر ډول افراطيت ته د پاى ټکى کېښودل شي.
په عين حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير د خپل سفر په لومړۍ ورځ په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزيز سره هم وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکيو اړيکيو پر پراختيا او يو شمېر نورو موضوعاتو يې خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوې اعلاميې کې ويل شوي چې د جان کري په مشرۍ امريکايي پلاوي له پاکستاني پلاوي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتژېکي اړيکيو د پراختيا په لړ کې په مختلو برخو خبرې اترې کړي او د دې خبرو اترو دوم پړاو به د سه شنبې په ورځ ترسره شي.
راپورونه وايي، د سه شنبې په ورځ کېدونکيو خبرو اترو کې به افغانستان کې د امن او د پاکستان او هند پر ګډه پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ په وروستي رامنځته شوي کړکېچ هم خبرې اترې وشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير په داسې حال کې پاکستان ته راغلى چې پاکستاني طالبانو د تېر کال د ډسمبر په ١٦مه نېټۀ په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي بريد وکړ چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه ١٥٠ کسان ووژل شول.
فرانسپريس خبري اژانس د پاکستان د ملي امنيت او بهرنيو چارو د سلاکار سرتاج عزيز په حواله ويلي چې جان کري به پاکستان ته د سفر په اوږدو کې په پېښور کې د طالبانو د بريد ښکار ښوونځي دوره هم وکړي.
بلخوا د امريکا د سينټ کام قومندان جنرال آسټن هم د دوشنې په ورځ د پاکستان په راولپېنډۍ کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحيل شريف سره کتلي.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې له خوا په يوه بيان کې ويل شوي چې دواړو غاړو په دغه ليدنه کې په دوه اړخيزو اړيکيو، دفاعي تعاون او د سيمې په ځانګړې توګه د افغانستان په روان وضعيت مفصل بحث کړى دى.
ياده دې وي چې د جان کري به نن د پاکستاني پوځ له لوى درستيز جنرال راحيل شريف سره هم په وګوري.
راپور: ذبيح شفق