د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۳

محمدي: نوماند وزیران به د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي شي


د ولسمشر محمد اشرف غني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي.
د ولسمشر محمد اشرف غني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي.

د ولسمشر محمد اشرف غني حقوقي سلاکار د کابینې د غړیو په ټاکنه کې مشکلاتو ته په اشارې وايي چې یو شمیر نفوذ لرونکي کسان هڅه کوي؛ څو خپل د خوښې وړ کسان پر ولسمشر تحمیل کړي.

عبدالعلي محمدي چې د یکشنبې په ورځ یې د اساسي قانون د اونۍ په اړه جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل چې افغان ولسمشر په تیرو درېیو میاشتو کې د کابینې د ټاکنې لپاره ډير کوښښ وکړ.

ښاغلي محمدي ډاډ ورکړ چې کابینه به د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي شي:

"د رسنیو ملګرې تمه لري چې زه د کابینې په اړه خبرې وکړم؛ تشویش مه کوئ سبا ته انشاءالله معرفي کیږي. ولسمشر په دې درېیو میاشتو کې د زړه وینې خوړلي.

همدا نن سهار مو چې خبرې کولې له یوه ښاغلي څخه یې ګیله کوله چې خپل د خوښې کس راباندې تحمیلوي. که موږ غواړو نظم مراعت شي او د قانون له مخې مخته ولاړ شو هر هغه څوک چې وړ وي؛ باید راشي. ولې باید فلانی سپین ږیری، مشر، شخصیت یا متنفذ راشي او ولسمشر ته یو څوک معرفي کړي."

ولسمشر محمد اشرف غني هم د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د نویو غړیو د لوړې په مراسمو کې وویل چې حوصلو نتیجه ورکړې او کابینه به ژر اعلان شي.

د دې ترڅنګ د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم د شنبې په ورځ په عمومي غونډه کې د کابینې په اړه څرګندونې وکړې او ویې ویل چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې کابینه به د دوشنبې په ورځ ورته معرفي کړي.

اخوا د دغې جرګې منشي عرفان الله عرفان آزادي راډیو ته وویل چې دوی به هغو کاندیدانو ته رایه ورنه کړي چې دوه ګوني تابعیت ولري:

"موږ پریکړه کړې چې کوم کسان چې دوه ګونۍ تابعیت لري؛ هغوی نه منو. د جرمي او جنایي مسایلو په اړه که کوم مسولیت و نه لري؛ نو مربوطه کمیسیونونه به د استازو مجلس ته راپور ورکړي. له هغه وروسته به بیا د رییسانو کمیټه پریکړه وکړي چې دغو کسانو ته کله باید رایه ورکړل شي."

له دې وړاندې هم ولسي جرګې له ولسمشره غوښتي وو چې دوه تابعیت لرونکي کسان د باور رایې لپاره ورمعرفي نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو سرچینو دا منلې چې د دولسو وزیرانو لست د اجرایي رییس له لورې ولسمشر ته ورکړل شوی دی.

دغې سرچینې همدا راز ویلي چې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو پرته پاته وزارتونو لپاره کاندیدان مشخص شوي دي.

که څه هم معلومه نه ده چې آیا کابینه به د دوشنبې په ورځ اعلان شي او که نه، خو خلګ له دومره ځنډ وروسته تمه لري چې د نوي کابینې غړي باید له ژمنې سره سم پوه او وړ کسان وي.

XS
SM
MD
LG