د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۶

د پکتيا ځوانان: که سالم مصروفيت ونه لرو، وسله والو ته ورځو


په پکتيا کې ګڼ شمېر ځوانان د بې کارۍ څخه ځوريږي وايي چې د لوړو زده کړو له سندونو سره، سره هم وظيفه نه ورته پيدا کيږي، او ډېر يې وايي چې که افغان حکومت ورته د کار پيدا کېدو لارې چارې پيدا نه کړي، دوی به د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره وسلوالو ليکو ته مخه کړي، نور حال زموږ د همکار داود تپان په راپور کې:

په پکتيا کې ګڼ شمېر ځوانان، چې ډېر يې د دلسمو ټولګيواو نيمه عالي زده کړو سندونه په لاس لري وايي، د کار په لټه ګرځي، خو د وړ کارونو نه پيدا کېدو له امله مايوسه او د وسلوالو ليکو ته مايل شوي دي.

يو شمېر ځوانانپه دې نظر دي، چې که مرکزي حکومت يې د سالم مصروفيت په اړه فکر او غور ونه کړي، مجبوراً به د وسلوالو ليکو ته ورمخه کړي.

څو ورځې وړاندې د پکتيا په ډنډې پټان، څمکنيو، ځاځي اريوب ولسواليو او مرکز ګردېز ګڼ شمېر ځوانانو په خپلو خبرو کې راته وويل، چې له مرکزي او نوي حکومت څخه يې ډېرې تمې وې، خو اوس ناهيلي او مجبور دي، چې د کار نه پيدا کېدو په سبب د وسلوالو ليکو ته لاړ شي:

” ځوانان خو نن سبا په پکتيا کې دومره اندازې ته بېکاره شوي دي، چې حتی اکثريت يې دا وايي له دې خو مرګ راته ښه دی، نو اکثريت خو يې مخالفينو ته ډېر ورځي، ځکه چې بېکاره او بې روزګاره دي“

” زه سيف الله خان د پټان ولسوالۍ د لنډۍ کلي اوسېدونکی يم، ځوانانو خو ټول بېکاره دي، حکومت نه نا اميده کيږي چې ولې زمينه سازي نه ورته کيږي، دا نن، نن زه له هغو ځوانانو سره وغږېدم چې هغوی، له دولسمو ټولګيو څخه فارغ دي وايي، چې که په کانکور ازموينه کې پاتې شي، مجبور دي د کار نه پيدا کېدو له امله به وسلوالو ته مخه کوي، ځکه هلته معاش پيدا کولای شي“

” نوم مې لعل مرجان مجروح ځاځی دی د پټان ولسوالۍ اوسېدونکی يم، سږ کال د کثيرالرشتوي انسټيټيوټ څخه فارغ شوی يم، خو کار نه لرم، حکومت ته منتظر يم، چې څه کوي، زه دلته ډېر کسان پېژنم چې ښوونځی يې لوستی وي، کار نه لري اوزګار سر وي، نو مجبوريږي چې وسلوالو ته مخه کړي او وسلوالو سره لاس يو کړي“

يوازې دغه دوه درې تنه نه دي، چې د کار نه پيدا کېدو له امله مايوسه شوي دي، د دې ولايت ګڼ شمېر داسې ځوانان هم شته، چې د پوهنتون سندونه يې په لاس دي، خو د واسطو او پيسو نشتوالي له امله په دندو پسې لالهانده ګرځي :

”زه په خپله شرعياتو پوهنځي نه فارغ شوی يم، زه څنګه وکړم؟ زه چې کومه چوکۍ نيسم له ما دومره روپۍ غواړي چې هغه ما خپله رشوت اماده کوي، (نو اوس ته بېکاره يې) که زه بېکاره نه وی اوس مې دلته څه کول چې کېناستم، خو په خپل کار کې به لګيا وم“

”زه ظابت منګل يم، خلک خو ډېر بېکاره دي، دا ځوانان ګورې چې زما شا وخوا ته ولاړ دي، دا ټول د دولسمو ټولګيو څخه فارغ دي، نه لوړې زده کړې کولای شي او نه کار لري، څه وکړي، هغه څوک چې پيسې لري هغه هم لږ ښه دي کار پيدا کولای شي، چې غريب وي، هغه خو هسې هم خدای وهلی وي، نور په اوصولو چې څوک دماغ لري هغوی ته په خپلو اوصولو ولاکه وظيفه ورکړل شوې وي“

موږ هڅه وکړه چې د دې موضوع په اړه په ياد ولايت کې د کار،ټولنيزو شهدا او معلولينو رياست له چارواکو څخه نظر واخلو، خو د پرلپسې هڅو سره، سره بريالي نه شو.

د ځوانانو دغه ستونزې او مشکلات د دې ولايت مدني فعالان هم تاييدوي وايي، چې که چېرته ځوانان سالم مصروفيت ونه لري، ښايي ټولنه له لويو ستونزو او ګواښونو سره مخ کړي، مدني فعال نجيب الله هاند وايي :

”زموږ اکثره ځوانان چې لوړې زده کړې يې کړې وي هم وظيفه نه ورته پيدا کيږي، ځکه بهانه ورته نيول کيږي چې کاري تجربه نه لرې،نو عموماً دوی په ډېر کم معاش سره کار کوي او يا دوی مجبور دي وسلوالو ليکو ته ورشي، چې هلته په بشپړ ډول سره د دوی غوښتنې اشباع کيږي“

نوموړی له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د ځوانانو لپاره د سالم مصروفيت پيدا کېدو په خاطر جدي ګامونه پورته کړي او که چېرې دا کار ونه شي ښايي د هيواد راتلونکی برخليك په دې برخه کې د اندېښنې وړ وي.

راپور: داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG