د افغانستان په ولسي جرګه کې د زابل استازي وايي چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې بهرني وسله وال له کورنیو سره ځای پرځای شوي دي.
دوی وايي، که حکومت په خپل وخت اقدام ونه کړي په راتلونکې کې به یاد وسله وال سیمې ته جدي امنیتي ګواښ رامنځ ته کړي.
په ورته وخت کې د زابل امنیه قوماندان روغ لیونی هم په سیمه کې د بهرنیو وسله والو شتون تاییدوي او وايي چې په نږدې راتلونکی کې به یې پر وړاندې تصمیم ونیسي.
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي وايي چې د زابل ولایت په یو شمېر ولسوالیو د بهرنیو وسله والو ځای پرځای کېدل د سیمې خلک سخت اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، د بهرنیوجنګیالو ۱۵۰ کورنۍ د زابل د خاک افغان، دای چوپان او په نوبهار ولسوالیو کې ځای پرځای شوي دي.
د ولسي جرګې غړي عبدالحبیب انډیوال د جمعې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل چې په دې بهرنیو وسله والو کې، عربان، چیچنیان،ازبک، ترکمن او پاکستاني شامل دي چې وسلې او چاودېدونکي مواد هم له ځان سره لري:
″۱۵۰ کورنۍ راغلي دي چې ماشومان او ښځې هم ورسره شته دوی اوس هلته ځای پرځای شوي دي له دوی سره پیکا، کلاشنګوف او چاودېدونکي مواد هم له ځان سره راوړي دي، د دوی په ترکیب کې عربان، چیچنیان، ازبک، تکمن او پاکستانیان شامل دي، په راتلونکي کې به دغه تعداد نور هم زیات شي او امکان لري د زابل نورو ولسوالیو او ان غزني ته هم وغزېږي.″
هغه زیاته کړه بهرني وسله وال د افغان طالبانو به مرسته په هغو سیمو کې ځای پرځای شوي چې د افغان حکومت له کنترول وتلي دي.
په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو نوراستازي وايي چې تر اوسه بهرنیو وسله والو کوم څرګند فعالیت نه دی کړی، خو دوی اندښمن دي چې له ځای پرځای کېدو وروسته به په سیمه کې خپل فعالیتونه شروع کړي.
دوی وايي، بهرني وسله والو وروسته له هغې یادو سیمو ته راکډه شول چې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل کړل.
څو میاشتې وړاندې پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات پیل کړل چې د دوی په خبره تراوسه په دې عملیاتو کې زرګونه وسله وال وژل شوي او څه باندې زر پاکستاني پوځیان هم له منځه تللي.
د زابل ولایت امنیه قوماندان روغ لیونی دې ولایت ته د بهرنیو وسله والو راتګ تاییدوي او وايي چې له زابل سربېره د غزني په ناور ولسوالۍ کې هم ځای پرځای شوي دي.
ښاغلي روغ لیوني ازادۍ راډیوته وویل هغې سیمې یې په نښه کړې چې بهرني وسله والو په کې میشت دي او په راتلونکې اوونۍ کې به یې پرضد پراخ پوځي عملیات پيل کړي:
″زموږ عملیات جریان لري د دوی مرکزونه موږ تثبت کړي دي په راتلونکي اوونۍ کې به موږ په هغو سیمو کې پراخ عملیات پیل کړو بهرني وسله وال په کې میشت وي.″
پخوا داسې راپورونه هم موجود و چې په بهرنیو وسله والو کې د داعش ځینې غړي هم زابل ولایت ته داخل شوي.
ښاغلي روغ لیونې دا اوازې په کلکه ردې کړې چې ګواکې په بهرنیو وسله والو کې د داعش کسان هم شامل دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نظر راواخلو خو له پرلپسې تماسونو سره ونه توانېدو چې هغوی خبرې وکړي.
له دې وړاندې هم یوشمېر بهرني جنګیالي د افغانستان په ځینو سیمو کې ځای پرځای شوي و چې خلکو او حکومت ته یې زیاتې ستونزې را ولاړې کړې وې.
کارپوهان وايي افغان حکومت باید وړاندې له دې چې بهرني وسله والو په افغانستان کې ځای پر ځای او خپل فعالیتونه پیل کړي په نښه او له منځه یو وړل شي.
راپور: رحمت الله افغان