د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

روحاني: د ملي ستونزو د حل لپاره به ټولپوښتنه ترسره شي


د ايران ولسمشر وايي د ملي ستونزو د حل لپاره به ټول پوښتنې ترسره کړي.

دی وايي، ترهغه وخته چې ايران په نړېواله کچه يوازې پاته وي، هېواد يې دوامداره اقتصادي پرمختيا نه شي موندلی. ايراني ولسمشردا هم ويلي چې د ايران ولسمشرغواړي په اقتصادي چاروکې يې د هېواد حکومت برخه کمه شي.

د ايران ولسمشرحسن روحاني ويلي چې د ملي ستونزو د حل لپاره به په ايران کې ټولپوښتنې ترسره کړي.

په يوه اقتصادي کنفرانس کې د تلويزيون له لارې په خپله وينا کې، پرون روحاني وويل، په داسي حال کې چې موږ يوازي يو، نه شوکولای اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ وکړو.

ده زياته کړه چې دا به ښه وي که يې د هېواد ستونزې د مستقيمو ټول پوښتنو له لارې حل شي، نه د پارلمان له لارې.

د ايران د ۱۹۷۹میلادي کال د اساسي قانون له مخې، اجازه شته چې د ملي ستونزو لپاره دې مستقيمې ټولپوښتنې وشي.

روحاني دا خبرې د يوې عمومي وينا پرمهال وکړې چې په کې ده دا غوښتنه هم وکړه چې حکومت بايد د هېواد په اقتصادي چاروکې ډېرې لاسوهنې ونه کړي او د ايران د نړېوال يوازيتوب ختمولو لپاره بايد په اداروکې شفافيت رامنځته شي.

د ده په وينا، د ايران اقتصاد باید شفاف وي ترڅو د اداري فساد مخه ونيول شي:

″اساسي قانون موږ ته وايي چې مهمې ملي ستونزې لکه اقتصادي، ټولنيزې او کلتوري ستونزې بايد، د دې پرځای چې په پارلمان کې يې په اړه قانون تصويب شي، د عادي خلکو د ټولپوښتنې له لارې حل شي.″

د ايران اقتصاد د نړېوالو بنديزونو له لاسه ډېرترفشار لاندې شوی دی.

د روحاني وينا د ايران د محافظه کارانو پر وړاندې انتقاد بلل کيږي.

د دې هېواد محافظه کارانو د روحاني د پخواني سيال محمود احمدي نژاد د اقتصادي پاليسيو ملاتړکاوه او د هغو اقتصادي ګټوملاتړ يې کاوه چې د ايران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي سره يې تړاو درلود.

روحاني د پارلمان د غړيو ستاينه وکړه چې د ډسمبرپه مياشت کې يې د ايران د سترمشرايت الله علي خامنه يي او د پوځ تر مشري لاندې اداروڅخه د ماليې اخيستلو د پلان په اړه پرېکړه وکړه.

روحاني په ۲۰۱۳م کال کې د يوه منځ دريځي سياستوال په توګه د ايران ولسمشرانتخاب شو.

تمه کېده چې روحاني به د لويديځ سره د ايران اړيکې ښې کړي، اقتصادي اصلاحات به راولي او د ماليې سيستم به ښه کړي.

ايران اوسمهال د نړۍ له سترو هېوادونو سره د خپل اټمي پروګرام په اړه مذاکرات کوي ترڅو نړېواله ټولنه د دې هېواد پر وړاندي لګولي اقتصادي بنديزونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG