د مدني ټولنو یوشمېرغړي وايي د حکومت له جوړېدو نږدې سل ورځې تیریږي خو د دوی په وینا حکومت په یاده موده کې د پام وړلاس ته را وړنې نه لري.
د مدني ټولنو یوشمېر فعالانو د ملي وحدت حکومت تورن کړ چې د درېیو میاشتو له تېرېدو سره سره یې بیا هم د پام وړ کار نه دی کړی.
د دې ټولنو غړي وايي، د ملي وحدت حکومت مشران د کار کولو پرځای د واک د لاس ته راوړلو په هڅه کې دي او تر اوسه یې هم د خلکو د ژوندانه د ښه کېدو لپاره خاص پام نه دی کړی.
باري سلام چې د مدني ټولنو په استازیتوب یې د یکشنبې په ورځ کابل کې خبرې کولې؛ وویل چې د ملي وحدت حکومت باید له ملت سره په کړیو ژمنو باندې عمل وکړي:
"د حکومت سل ورځې نږدې مساوي دي د ملي وحدت حکومت د ټول عمر په سلو کې له شپږمې برخې سره له بده مرغه حکومت په دومره موده کې له ژمنو پرته کومه خاصه لاس ته راوړنه نه لري."
هغه زیاته کړه یواځینی شی چې خلکو ورته زیاتې هیلې درلودې؛ هغه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د دې حکومت جدي څرګندونې وې.
په ورته وخت کې د ملي وحدت حکومت چارواکي ټینګار کوي چې له ملت سره په کړیو ژمنو به عمل وکړي او په پام کې لري چې د کابینې له جوړېدو وروسته مهم پروګرامونه پلي کړي.
له امریکا سره امنیتي او دفاعي سند لاسلیک؛ د کابل بانک د دوسیې له سره څیړل، د لندن په غونډه کې ګډون، د سیمې او د ګاونډیو هېوادونو له یوشمېر چارواکوسره ملاقاتونه د ملي وحدت حکومت هغه فعالیتونه دي چې په تېرو نږدې سلو ورځو کې یې کړي دي.
په داسې حال کې چې مدني ټولنو یوشمېر فعالان د حکومت ځینې لاس ته راوړنې تاییدوي؛ خوانتقاد کوي چې د کابینې د اعلان ځنډ لا هم هغه ستونزه ده چې په حل کې حکومت پاتې راغلی.
د مدني ټولنې یوه بله غړې حمیرا قادري په دې اړه وايي:
"مدني ټولنې، ملت او موږ ټول په دې پوهیږو چې د متخصصو کسانو پر سره جګړه پیدا نه شوه؛ بلکې جګړه د واک د ویش پر سره په مساوي او یا غیر مساویانه توګه روانه ده؛ زموږ سکوت او امیدونه به نور پسې اوږده نه شي، د خلکو مدني حرکتونه به ولرو."
د مدني ټولنو فعالان د ملي وحدت حکومت ته خبرداری ورکوي چې که چېرې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره جدي اقدامات ونه کړي؛ په سوله ییزو مظاهرو به لاس پورې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وروسته د ملي وحدت حکومت سل کاري ورځې پوره کیږي؛ خو حکومتي چارواکي تراوسه نه دي توانېدلی چې کابینه د رایو اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي کړي.
کارپوهان وايي، که د ملي وحدت حکومت د امنیت؛ سیاسي او اقتصادي مسایلو په برخه کې جدي اقدامات ترسره نه کړي؛ په هېواد کې به ستونزې لاپسې زیاتې شي.
راپور: رحمت الله افغان