د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

چوهدري نثار: پوځي محکمې يواځې د ترورېستانو لپاره دي


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار

د پاکستان د کورنيو چارو وزير وايي چې په دې هېواد کې د ترهګرو پر ضد جوړېدونکې ځانګړې پوځي محکمې د سياسي شخصيتونو لپاره نه، بلکې د هغو ترهګرو لپاره دي، څوک چې زموږ پر جوماتونو؛ بازارونو، ښوونځيو، ښځو او ماشومانو بريدونه کوي.

نوموړي همدراز وايي چې حکومت به يې د ترهګرۍ په ضد د هغه ملي کړنلارې د عملي کولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي چې د پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو له خوا منل شوې ده.

هغه دا څرګندونې د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د دې هېواد مشرتابه پریکړه کړې چې د پاکستان په اساسي قانون او د پوځ په صلاحیتونو کې تعدیل راولي ترڅو د تروریزم مشکوکو کسانو ته خاصې محکمې جوړې کړي؛ څو هغوى ژر تر ژره د خپلو اعمالو سزا وويني.

که څه هم له يوې خوا د پاکستان حکومت د ترهګريزو قضيو د څېړلو لپاره د ځانګړو پوځي محکمو د جوړېدو اعلان کړى؛ خو له بلې خوا د دې هېواد ځينو سياسي ګوندونو په دغو محکمو نيوکې کړي او وايي چې ښايي دا به د سياسي ګوندونو د مشرانو او نورو پر ضد وکارېږي.

خو چوهدري نثار خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې دا محکمې به يواځې د دوو کلونو لپاره وي او دا به د سياسي شخصيتونو، ژورنالېستانو، سوداګرو او د ټولنې د نورو وګړيو پر ضد نه؛ بلکې يواځې د ترهګرو پر ضد کارېږي:

"پوځي محکمې به د کوم سياسيون، مدرسې، سوداګر، ژورنالېست او يا کوم عام ښاروند پرضد نه کارېږي؛ بلکې يواځې به د ترهګريزو قضيو څېړنه کوي او ژر تر ژره نتيجه ورکوي."

په پیښور کې پر یوه ښوونځې کې له تروریستي حملې وورسته چې د ۱۳۴ زده کوونکو په ګډون، ۱۵۰ تنه په کې ووژل شول؛ د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې تروریزم به له منځه وړي او دغه راز به داسې قوانین نافذ کړي چې د مشکوکو تروریستانو نیول او تعقیب آسانه کړي.

چوهدري نثار همداراز وويل، حکومت يې هڅه کوي چې په پاکستان کې د ترهګريزو ډلو د تمويل لارې بندې او د هغوى پرضد جدي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان حکومت په پېښور کې تر بريد وروسته د ترهګرو د ځپلو لپاره يوه ملي کړنلاره جوړه کړې چې له مخې به يې دوى په دې هېواد ټولې مدرسې راجسټر کړي او د هغو پرضد به عمليات وکړي چې په ترهګرېزو پېښو لاس لري او يا د ترهګرو مرسته کوي.

چوهدري نثار په دې اړه وويل:

"زموږ حکومت به يواځې د هغو مدرسو پرضد عمليات وکړي د چا پرخلاف چې موږ سره ثبوتونه دي؛ چې په غېر قانوني فعاليتونو کې لاس لري."

نوموړي همدراز وويل چې په پاکستان کې به د کرکې او مذهبي تاوتريخوالي پر خپرونې بنديز وي او همداشان يې له رسنيو وغوښتل چې د ترهګرو ويناوې؛ بيانونه او تبليغات خپاره نه کړي.

چوهدري نثار په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه وويل: موږ ته له پرامنه افغان کډوالو هېڅ ستونزه نشته خو د هغو خلکو پرضد به کوټلي ګامونه پورته کړو چې په دوى کې پټ دي او دوى په غلطه کاروي.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې په دې هېواد کې د ځانګړو پوځو محکمو جوړولو پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې په پولیسو کې د فساد شاهدانو او قاضیانو ته د ګواښونو له وجې ګرانه وه چې د تروریزم مشکوک کسان محکوم شي.

د نوي قانون له مخې به د خاصو محکمو مشران پوځیان وي او دوسیې به په چټکۍ سره حل کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG