د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۴

"مبارزان بې تفنګ" د افغان ژباړونکو کار، خاطرې او ستونزې


"مبارزان بې تفنګ" د هغه کتاب نوم دی چې په دې ورستیو کې نړیوالو ځواکونو سره د سیمه ییزو ژباړونکو په ژوند او ستونزو لیکل شوی دی.

د کتاب لیکوال محمد حنیف فروتن دی او یاد کتاب په نېږدې دوه سوو مخونو او درېیوو فصلونو کې په کابل کې د امیري کتاب خپرولو د موسسې له خوا چاپ شوی دی.

لیکوال په دغه کتاب کې تر ډېره په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو سره د افغان ژباړونکو د عملي کار؛ خاطرو او ستونزو په اړه لیکلي دي.

محمد حنیف فروتن چې په خپله یې هم د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن په توګه کار کړی؛ د خپل دغه کتاب (مبارزان بې تفنګ) د هدف په اړه ازداۍ راډیو ته وویل:

"زما د کتاب هدف د افغان ژباړونکو د حقونو غوښتل دي؛ هغوی چې د نړیوالو ځواکونو تر څنګ یې دنده تر سره کړې؛ خو لکه څنګه چې لازمه وه د دوی د رول اغیزمنتیا ته پاملرنه نه ده شوې او په افغاني ټولنه کې اوس هم دغه شغل ته په ښه سترګه نه کتل کېږي."

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې د لسګونو هغو ژباړونکو د وژنې او دوی ته د ګواښونو په اړه چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کوو له کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه خبرونه او راپورونه خپاره شوي دي.

ښاغلي فروتن د خپل کتاب په یوې برخه کې همدې موضوع ته په پام سره لیکي چې د وسله والو مخالفینو له خوا د افغان ژباړونکو د وژلو؛ سر پرې کولو او د دوی کورنیو ته د ګواښونو لړۍ لا هم روانه ده.

خو حکومت، د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون او د بشري حقونو ټولنو په دې برخه کې هیڅ هم نه دي کړي.

دغه کتاب اوس، اوس په نېږدې دوه سوو مخونو او درېوو فصلونو کې په کابل کې د امیري کتاب خپرولو د موسسې له خوا شا او خوا زر ټوکه چاپ شوی دی.

د کتاب د لیکوال په وینا چې د کتاب په لیکلو کې یې د یو شمېر نورو کتابونو؛ له ژباړونکو سره خپلې کړې ژوندیو مرکو او د کورنیو او نړیوالو رسنیو له راپورنو استفاده کړې ده.

په دغه کتاب کې له نړیوالو ځواکونو سره د ژباړونکو یا بې وسلې مبارزانو شمېر شا خوا پنځه دېرش زر ښوودل شوی دی.

افغان ژباړن مسعود احمد خراساني هغو ستونزو ته چې د "مبارزان بې تفنګ" په کتاب کې ورته اشاره شوې؛ په تاکید سره وايي چې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو ورسته ډېری افغان ژباړونکي بیکاره شوي او د ژوند تضمین یې هم نه دی موجود.

"زه هم له بې وسلې مبارزینو څخه یم؛ له افغان ژباړونکو څخه یم، کله چې ایتلافي ځواکونو کم شول؛ نو افغان ژباړونکي هم برطرفه شول او اوس دوی نشي کولای چې په ازاد ډول دې خوا، ها خوا وګرځي، مونږ په خپله کابل کې نسبي امنیت لرو؛ پاتې له دا چې له کابل نه بهر ولاړ شو."

د یادونې ده چې په دې ورستیو کې امریکا، کاناډا او یو شمېر نورو هیوادونو د هغو ژباړونکو لپاره چې له دوی سره یې په افغانستان کې د جنګي ماموریت پر مهال کار کړی دی؛ په خپلو هیوادونو کې د استوګني شرایط برابر کړي دي.

خو د "مبارزان بې تفنګ" د کتاب لیکوال او هم مسلکان یې د دغه لړۍ د چټګ دوام غوښتونکي دي.

راپور : اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG