د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

پاکستان د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو "خطرناک" هېواد دى


د ژورنالېستانو نړېوال سازمان يا IFJ (international Federation of Journalists)
د ژورنالېستانو نړېوال سازمان يا IFJ (international Federation of Journalists)

د ژورنالېستانو نړېوال سازمان وايي چې په ٢٠١٤م کال کې تر ټولو زيات ژورنالېستان په پاکستان کې وژل شوي چې له امله يې دا هېواد د ژورنالېستانو لپاره د نړۍ له نورو هېوادونو څخه تر ټولو "خطرناک" هېواد بلل شوى دى.

د ژورنالېستانو نړېوال سازمان يا IFJ (international Federation of Journalists) د چهارشنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې ويلي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ٢٠١٣م کال په پرتله په ٢٠١٤م کال کې د ژورنالېستانو په وژنو او ترور کې څرګند ډېروالى راغلى چې پاکستان په کې لومړى ځاى لري.

راپور کاږي چې په تېر ٢٠١٤م کال کې په هدفي وژنو؛ بمي چاودنو او نورو ترورېستي پېښو کې شاوخوا ١١٨ ژورنالېستان وژل شوي چې له دې ډلې نه تر ټولو زيات ١٤ ژورنالېستان په پاکستان او ١٢ په شام کې وژل شوي دي.

افغانستان او فلسطين په دغه فهرست کې په درېيم نمبر دي؛ چېرته چې په تېر کال کې ٩-٩ ژورنالېستانو خپل ژوند له لاسه ورکړى.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پاکستان د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دى؟ د خيبر پښتونخوا د مرکز پېښور د ژورنالېستانو د ټولنې مشر نثار محمود ازادي راډيو ته وويل:

" پاکستان خطرناک ملک ځکه دى، چې دلته هېڅوک هم په ازادۍ سره کار نشي کولاى. هېڅ وخت هم دا يقيني نه ده، چې يو صحافي فيلډ ته ځي او د پېښې کوريج کوي، نو هغه به څنګه محفوظ وي؟ په هغې باندې د مختلفو حلقو نه، دهشتګردو، سيکيوريټي ايجنسۍ له طرف نه يا بل طرف نه، يا د هغو خلکو له طرف نه د چا په منځ کې چې تنازعه وي،هغوى صحافيانو باندې اکثر حملې کېږي، شهيدان شوي دي، زخميان شوي هم دي او هغې سره سره هغوى ته دهمکيانې هم ملاوېږي.

نو پاکستان په ځانګړې توګه په قبايلي علاقو او خيبر پښتونخوا کې صحافيان محفوظ نه دي او له بېلابېلو خطرو سره مخامخ دي."

د ژورنالېستانو نړېوال سازمان په ٢٠١٤م کال کې د دوى وژنو ته په کتو د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو له دولتونو غوښتي، چې که چيرې د ژورنالېستانو د ژغورنې او خونديتوب لپاره لازم او جدي اقدامات ونه کړي، نو د بيان ازادۍ ته به زيان ورسېږي او د جنګ له ډګره لاسته راتلونکي کره معلومات به هم اغېزمن شي.

بلخوا په پېښور کې ژورنالېست او د روانو چارو کارپوه محمود جان وايي، چې پاکستان دا مهال له جنګي حالت سره مخ دى، چې له امله يې په دې هېواد کې مېشتو ژورنالېستانو ته هم زيان رسېږي.

نوموړى زياتوي، چې په دې هېواد کې داسې ډېر قوتونه شته، چې په يو نه يو شکل ژورنالېستان په نښه کوي او له ننګونو سره يې مخ کوي.

نوموړي په دې اړه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

" دا چرته موږه کار کوو، نو دا يوه عامه علاقه نه ده. دلته په دې کې په ښکاره وي که په پټه باندې وي، يو جنګ روان دى. په جنګ کې بيا دلته مختلف ګروپونه دي، هغه ګروپونه دا غواړي، چې په ميډيا دې د هغوى د مطلب خبرې وشي.

نو خبره دا وه، چې پاکستان کې به اول دا کار هغو ګروپونو کول، چې کوم به حکومت سره په جنګ وو، هغه به مختلف طالبان ګروپونه به وو، هغه به عسکريت پسند وو، جنګيالي به وو، يا بۀ د حکومت نه دا ګيلې کېدې، چې د حکومت څه ادارې داسې شته، چې هغوى ژورنالېستان ټارګټ کوي، خو اوس دا کار هغه سياسي جماعتونه هم کوي، چې هغوى ته به يې ازادخياله او ليبرل خلک ويل، هغوى هم اوس صحافيان وهي، ټکوي.

نو دلته کله چې ريپورټنګ کوې، کله چې خپل خبر خپروې، نو هغې دپاره به ډېرې خبرې به په نظر کې ساتې. ډېرې خبرې به داسې وي، چې د هغې به تاته پته وي، خو بيا به ددې پته هم درته وي، چې که دا ته دې وخت کې کوې، نو دا سره څه هم کېداى شي. نو ډېر داسې فشارونه دي، چې د هغې لاندې بۀ ته يې، خو د هغې نه بآوجود هم څوک څه داسې کوشش وکړي، نو يو نه يو اړخ نه په هغې باندې لاس اچولى کېږي."

د يادونې وړ ده، چې د ژورنالېستانو د نړېوال سازمان راپور په داسې وخت کې پاکستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد نومولى، چې دې سازمان تر دې مخکې هم څو ځله پر پاکستاني حکومت غږ کړى، چې د ژورنالېستانو د خونديتوب لپاره دې لازم ګامونه پورته کړي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG