د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

سرله ننه افغان ځواکونه د افغانستان د امنیت ساتنې ټول مسولیت پرغاړه لري


نن د ۲۰۱۵ م کال لومړې ورځ ده. د چارشنبې په ورځ ۲۰۱۴ م کال په افغانستان کې په داسې حال کې پای ته ورسیده چې که له یوې خوا په دې هېواد کې تاوتریخوالي دوام لري له بلې خوا د راتلونکې لپاره هیلې هم موجودي دي.

پرون (چارشنبه) په افغانستان کې د ناټو او امریکا د ځواکونو د جګړیزماموریت وروستۍ ورځ وه. دا ماموریت دریارلس کاله مخکې د طالبانو د رژیم د نسکورولو را وروسته پیل شوی وو.

سر له نن (پنجشنبې) ورځې به د افغانستان درې نیم سوه زریزامنیتي ځواک په رسمي توګه د خپل هېواد د امنیت ساتنې ټول مسولیت پرغاړه لري.

تیرعیسوي کال په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او ولسي خلکو لپاره یو خونړۍ کال و.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د چارواکو له خولې وايي چې په دې کال د پنځو زرو په شااوخوا کې د افغانستان د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري وژل شوې دي.

همدارنګه د لس زروپه شااوخوا کې ولسي خلک وژل شوي او یا هم ټپيان شوې دي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، دا شمېرله ۲۰۰۸ م کال راهیسې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مرګ ژوبلو د شمېرو ساتل پیل کړي ترټولو لوړ شمیر دی.

دې خبري اژانس په خپل راپورکې وړاندې ویلي، د افغانستان د جنوب او ختیځ په زیاتو سیمو کې حکومتي ځواکونه د طالبانو سره په داسې حال کې مخامخ دي چې د ایتلافي ځواکونو هوايي او طبي مرستې ورسره نه شته.

د راپور په وینا که څه هم په دې جګړو کې افغان امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي خو تراوسه پورې یې طالبان نه دي پریښي چې پراخې سیمې لاندې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي د اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، د حکومت وسله وال مخالفان د تیرکال په جګړو کې ان د یوې ولسوالۍ په نیولو هم نه دي توانیدلي.

په راپورکې د پاکستان سره د افغانستان د اړیکو تودیدو ته هم اشاره شوې ده او وايي چې په پېښورکې پر پوځي ښوونځي د وسلوالو له برید وروسته چې ګڼ ماشومان یې ووژل پاکستان هم د کرښې په بله غاړه د سخت دریځو پر ضد د جدي اقداماتو ژمنه کړې او دا به هم د افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي چې راتلونکې کال خپلې مورچې وساتي.

په افغانستان کې د ۲۰۱۴ م کال د پای او د ۲۰۱۵ کال د پیل په اړه اسوشیتید پریس خبري اژانس په خپل راپور کې وايي، ولسمشر اشرف غني له چین، پاکستان او سعودي عربستان سره د اړیکو په لا ټینګولو هڅې پیل کړي چې طالبان منزوي او د خبرو اترو میز ته کېنوي.

دې اژانس د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له خولې ویلي چې په جوزجان کې له تقریبا درې سوو وسلوالو طالبانو سره یو جوجاړي ته رسیدلی چې وسلې پر مځکه کېږدي.

ښاغلي دوستم د چارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، د حکومت ټولو مخالفانو ته پکار ده چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د ۲۰۱۴ م کال په ورستۍ ورځ په افغانستان کې د یو شمیر نا امنیو یادونه هم کړې ده.

په ننګرهار کې وسلوالو کسانو یو پولیسو او دوه ملکېان وروسته له هغې په ډزو ووژل چې پولیسو یو موټر او بل موټرسایکل چې وسلوال په کې روان وو ودرول. د ننګرهار امنیې قومندان فضل احمد شیرزاد وايي چې موټر له چاودیدونکو موادو ډک وو او وسلوالو کسانو غوښتل بټي کوټ ولسوالۍ کې پر حکومتي ودانیو برید وکړي.

اخوا د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب دې خبرې اژانس ته ویلي یو پولیس سرتیري د سې شنبې په ماښام خپل درې مورچل شریکې پولیس په ډزو وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي. برید کونکې له سیمې تښتیدلی دی.

XS
SM
MD
LG