نۍ یا د ازادو خبریالانو ملاتړه اداره وايي، دوه زره څوارلسم میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره ترټولو ناوړه کال و.
د دې ادارې اجرایي رییس صدیق اله توحیدي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په دوه زره او څوارلسم میلادي کال کې یي د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی یو سلو پنځه ویشت قضیې ثبتې کړي دي.
خبریالانوله حکومته وغوښتل چې د دوې د ژوند خوندیتوب او فعالیتونو ته دې زیات پام وکړي.
نۍ یا د افغانستان د ازادو خبریالانو ملاتړه اداره وايي، په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پیښوکې، د تیرو کلونو په نسبت څلورشپیته فیصده زیاتوالی راغلی دی.
دا خبره د دې ادارې اجرايي ريیس صدیق اله توحیدي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وکړه.
ده د ملي یووالي حکومت له جمهور رییس او اجرايي ريیس څخه وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب او فعالیتونو ته دې پام وکړي، څو د خبریالانو پر وړاندې د تیرکال پیښې تکرار نه شي:
″په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې د خبریالانود وژنو اته قضیې، د ټپي کېدو نهه، د موقتو بندي کېدو شل، د وهلو ټکولو اته دیرش، د تحدیدونو او د ګواښونو پنځوس، قضیې ثبتې شوي چې په مجموع کې یو سلو پنځه ویشت قضیي کېږي چې د تیروکلونو په نسبت په کې څلور شپیته فیصده زیاتوالی راغلی دی.″
ښاغلی توحیدي دا هم وویل، په دوه زره لسم میلادي کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي اته پنځوس، په دوه زره یوولسم کې اتیا، په دوه زره دولسم کې نهه شپیته، په دوه زره دیارلسم کې شپږ اویا او په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې دا شمېره یوسلو پنځه ویشتو ته پورته شوې ده.
ده دا هم وویل، په اتو وژل شویو خبریالانوکې دوه بهرنیان هم و چې یو يي په وزیراکبرخان مینه کې په یوې ځان وژونکې حمله کې او بل یي د خوست په ولایت کې د مخالفینو په ډزو ووژل شو.
افغان خبریالان هم وايي چې په تیرمیلادي کال کې د وسله والو مخالفینو ګواښونه او د ځینو دولتي چارواکو او یو شمېرسیمه ییزو غیرمسوولو کسانو ناوړه چلند د دې لامل شوی چې، مسلکي فعالیتونه یې ټکني شي.
دوي هم له حکومته وغوښتل چې د دوي د ژوند خوندیتوب او د کاري ډاډمنې فضا رامینځته کولو ته یي، تدابیرجدي کړي.افغان خبریال حامد مایار، ازادۍ رادیوته وویل:
″دوه زره څوارلسم کال زموږلپاره ښه کال نه و، په دې کال کې موږله خبریالانو سره د زور زیاتي او ان د مرګ شاهدان یو.
دا زور زیاتی هم د دولتي چارواکو او هم له مخالفینو له خوا له خبریالانو سره شوي دي.
هیله ده حکومت توجه وکړي او دوه زره پنځه لسم کال مو د تیر په شان نه وي.″
د نۍ یا د ازادو خبریالانو د ملاتړې ادارې د معلوماتو له مخې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پیښو کې، د دوی وهل ټکول، سپکاوی، بندي کول او داسې نور ګواښونه شامل دي.
د افغان خبریالانو پر وړاندې د دوه زره څوارلسم میلادي کال وروستی ګواښ د همدې کال د ډسمبرد میاشتې په لومړیوکې د کابل د استقلال په لیسه کې یوه ځان وژونکې حمله وه چې افغان خبریال زبیرحاتم په کې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.
کارپوهان وايي، د رسنیو فعالیتونه د خبریالانو حق دی او حکومت د قانون سره سم مکلف دی چې د دوی د ژوند خوندیتوب او فعالیتونو ته ډاډه چاپیریال رامنځته کړي.
راپور: خان محمد سیند