د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

په بلخ کې د مدني ټولنې غړي د غیر قانوني مدرسو د بندیز غوښتنه کوي


په بلخ ولایت کې د مدني ټولنې فعالان او د محصلینو د هم غږۍ مرکزغړي د غیرقانوني مدرسو د بندیزغوښتنه کوي.

دا کسان وايي، چې په افغانستان کې ترډېره نا امني او انتحاري کړنې د همدې غیرقانوني مدرسو له خوا سازمان دهي کيږي او دولت مکلف دی، چې ژرترژره دا مدرسې مشخصې کړي او پرې بندیز ولګوي.

په بلخ ولایت کې د محصلینو د همغږۍ مرکزغړي او د مدني ټولنې فعالان وايي، چې په هېواد کې غیر قانوني مدرسې خپل فعالیت د ګاونډي هېوادنو د استخباراتو په ملاتړ سره ترسره کوي، چې دا دیني مدرسو ته ورته په اصل کې اطلاعاتي مرکزونه دي، او بهرنیو استخبارتي کړیوته معلومات شریک کوي.

د مدني ټولنې دا غړي وايي، هغه مدرسې چې د بهرنیو په ملاتړ فعالیت کوي او په کې د افغانستان ماشومانو او تنکي ځوانانو ته د جنګي مهارتونو د ښولو ترڅنګ د انتحاري انفجاري کړنو لارې چارې هم ور ښودل کیږي او یا هم د همدې ترورستي کړنو د زده کړو په خاطر دا ماشومان پاکستان ته استول کیږي، چې باید د یادو مدرسو شمېرمشخص او بدنیز پرې ولګول شي:

"موږ د دې غوښتنه کوو، چې افراطیت له منځه ويوړل شي او غیرقانوني مدرسو باندې بندیزولګول شي.

اسلام په واقیعي ډول په پام کې ونیول شي او اسلام په ریښتني ډول تطبیق شي، داسې فکر ونشي چې اسلام د افراطیت دین دی."

په داسې حال کې د مدني ټولنو غړي د غیرقانوني مدرسو د بندیز غوښتنه کوي، چې ۴ ورځې د مخه هم په بادغیس ولایت کې د پولیسو یو سرتېری د یوې مدرسې د طالبانو له خوا ووژل شو.

یادې پېښې هم د غیرقانوني مدرسو د فعالیت په اړه زیات شمېر اندېښنې را وپارولې.

په بلخ ولایت کې د مدني ټولنې یو تن غړی وايي، چې دیني مدرسو ته ورته داسې غیرقانوني مرکزونه د دې په هڅه کې دي ترڅو افراطیت ته په ټولنه کې وده ورکړي:

"دا ډول مدرسې د هېواد په ټولو برخو کې تر کنترول لاندې راشي او دولت باید پوه شي چې په یادو مدرسو کې څه شي زده کوونکو ته ور زده کیږي.

موږله افراطیت سره او له تعصب سره مخالف کوو او د هغو غندنه کوو چې افراطیت ته ترویج ورکوي."

له بل لوري د بلخ ولایت د پوهنې ریاست د دیني تعلیماتو څانګې مرستیال میر نصرالدین انصاری وايي، چې په بلخ ولایت کې له دوی سره ثبت شوې ټولې مدرسې په قانوني ډول فعالیت لري او د اسلامی قانون په چوکات کې کار کوي:

" شاید خصوصِ مدرسي ووسي، اما هغه مدرسې چې زمونږ تر قیمومیت لاندې دي پکې دا ډول فعالیت نه ترسره کیږي او ستاسو د خبرې په تایید چې دری قانوني مدرسې ثبت دي."

د پوهنې ریاست د چاروکو په خبره چې په ټول بلخ ولایت کې له دوی سره ۳ دیني مدرسې ثبت او راجستر دي او پاتې مدرسې چې فعالیت کوي باید د حج او اوقاف ریاست لخوا اسناد ولري.

خو د بلخ ولایت د حج او اوقافو ریاست د مسولانو د معلوماتو پر بنسټ چې دوی د مدرسو د قانوني فعالیت په خاطر د پارلمان او د ښوونې ریاست څخه د راجستر غوښتنه کړې ده، چې د یادو ارګانونو له مخالف سره مخ شوي دي.

مجیب الرحمن حبیب زی، بلخ

XS
SM
MD
LG