د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۶

د پولیسو د تنخواګانو د کنترول په برخه کې د افغان مشرتابه هڅې


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان پولیسو د تنخواګانو د کنترول په برخه کې د افغان مشرتابه په هڅو یوه لیکنه خپره کړې او په یو برخه کې یې وايي، د ناسالم مدیریت څخه د افغانستان د ژغورنې په هڅه کې افغان ولسمشر په یو داسې هدف حمله کړې چې تمه یې نه کېده. یعنې د ملګرو ملتونو پرپرمختیايي پروګرام.

دې ادارې د پنځه سوو میلونو ډالرو یو صندوق جوړ کړی دی، چې د افغان پولیسو د تنخواګانو د ورکولو مسولیت لري.

ولسمشردې ادارې ته شپږمیاشتې وخت ورکړی و چې دا صندوق د افغان حکومت ادارې ته وسپاري.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، ولسمشراشرف غني په خپلو لومړیو کاري ورځو کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکې او د پولیسو د تنخواګانو د ورکولو د صندوق یو چارواکې وګمارل څو افغان حکومت ته د دې صندوق د مسولیتونو او پانګې د انتقال لپاره یو پلان چمتو کړي.

خو د څو ورځو په تیریدو چې په دې برخه کې کوم ګام وانه خیستل شو، ولسمشرغني په دې برخه کې ټاکلی د کورنیو چارو د وزارت چارواکې له دې دندې لرې کړ او په افغانستان کې یې د ملګروملتونو پرمختیايي ادارې مشرته هم امر وکړ چې له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼې د یو داسې چا له خولې چې د دواړو لورو په ملاقاتونو کې یې برخه لرله ویلي، ولسمشراشرف غني د ملګرو ملتونو دې چارواکې ته وویل:

″کله چې د یوخپلواک هېواد ولسمشرتاسو ته وايي، د وتلو پروګرام طرح کړئ او په بدل کې یې تاسو تبلیغات پیلوئ نو دا سوال پیدا کېږي چې تاسو د دې حکومت له همکارانو څخه يي او که له رقیبانو څخه؟″

خو د ورځپاڼې په وینا د افغانستان د حکومت د فشارونو او هڅو سربیره داسې نه ښکاري چې د پولیسو د تنخواګانو د ورکولو دا بودیجه په نژدې وخت کې د افغانستان د حکومت تر واک لاندې راشي.

ځکه په لومړي قدم کې په افغان حکومت کې له دې پیسو څخه په سمه توګه د کار اخیستلو ظرفیت نه شته له بلې خوا یوسلو پنځوس زرو پولیسو ته د میاشتنۍ معاشونو رسول چې ډیریې په لرې پرتو ولایتونو کې دي یو سم مکانیزم ته اړتیا لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه د یو لویدیځ ډیپلوماټ له خولې زیاتوي، په داسې یو وضیعت کې د یو دریم لوري ټاکل ښايي د دې مسالې د هواري مناسبه لار اوسي.

یعنې نه افغان حکومت او نه ملګري ملتونه بلکې یو درییم لوری به د دې پروګرام څارنه وکړي.

ده هیل ( The Hill ) په نوم انلاین خپرونې بیا د کریسمیس د عیسوي جشن په مناسبت د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشربارک اوباما د پیغام په اړه ویلي چې د ولسمشراوباما پیغام د افغانستان د ماموریت په اړه له څرګندونو پرته نور ټول غیرې سیاسي و.

د خپرونې په وینا ولسمشربارک اوباما څرګند کړه چې ډیر ژرله هېواده بهرد امریکا ترټولو اوږد پوځي ماموریت پای ته رسوي.

خپرونه وايي، سپینې ماڼۍ مخکې هم په خپله ویب پاڼه کې ویلي وو، کله چې اوباما واک ته ورسیده په افغانستان او عراق کې یوسلو اتیازره امریکايي سرتیري په ماموریت بوخت وو، خو د روان کال ترپایه دا شمېر پنځلس زرو ته راکمیږي.

XS
SM
MD
LG